لیکنه: ریناتا فاینهولت
ژباړه: غازي عابد
طبابت په وروستیو کلونو کې ډیر جالب او قوي پرمختګونه کړي دي. نوي نوي درمل یې د بیلابیلو امراضو او ناروغیو چې د ګڼو انسانانو د کمزوري کیدو او د مړینې سیبب کیږي، د مخنیوي لپاره اختراع کړي دي.
د طبي پرمختګونو تر څنګ، موږ هم باید د خپل صحت روغ ساتلو او امراضو مخنیوي لپاره له وړاندې چمتوالی ونیسو یا یې په اصطلاح وقایه وکړو.
همداراز ددې ترڅنګ بل مهم فکټور ددوا په سم ډول استعمال دی، ځکه درمل غلط وکارول شي، د بیلابیلو امراضو لامل کیدای شي.
د یادولو ده چې کنسر یا سرطان هغه خطرناکه مرض دی چې ډیر انسانان یې وژلي او خلک ترې ویریږي.
ځیني وخت موږ ځیني علامې او نښې وینو، خو پام ورته نه کوو، اما په حقیقت کې دا علامې د کنسر یا سرطان وي.
کیدای شي سرطان د انسان د بدن پر بیلابیلو برخو حمله وکړي، ځکه نو اړینه ده چې د خپل وجود ټولو برخو ته ډیره توجه او پاملرنه وکړو:
۱- پرلپسې ټوخی.
مسلسل ټوخی د سرطان یا کینسر یوه ساده نښه او علامه ده. نو که چیرته ټوخی همداسې پرلپسي وي، هڅه وکړئ چې یو متخصص ته مراجعه وکړئ.
طبي ډاکټر تیریز بارتلومیو چې د اندرسن طبي مرکز د کنسر تداوۍ ډاکټر دی، وايي؛ اکثره ټوخي سرطان له امله نه وي، خو دا په مسلسل ډول سره ټوخیدل، بیا ضرور دی چې درملنه یې وشي، ځکه کیدای شي دا د سږي سرطان یوه نښه وي.
۲- پرته له پرهیزه د وزن کمول.
د وزن کمول د اکثره ښځینو او نارینو یو ارمان وي، خو پرته له پرهیزه د وزن کمول، لکه له ځینو شیانو؛ میینې وریجې، غوښه، الوګان… نور هم خوړل، کیدای شي دا کار یې د بیلابیلو ناروغیو لامل شي. نو اړینه ده چې له وزن کمولو سره پرهیز هم وکړئ.
۳- د بندونو پرلپسې درد.
د بندونو درد هم د هډوکي د سرطان نښه کیدای شي، که دا پرلپسې وي یا نه وي. ددې ترڅنګ د سردرد په دې مانا نه دی چې څوک دې دماغي پړسوب یا تومور ولري، خو غوره ده چې پام ورته وکړئ او ډاکټر ته مراجعه وکړئ. اکثره د تخمدان سرطان هم د خیټې له درد څخه راپيدا کیږي.
۴- پرته له کوم علت نه ستړي کیدل یا د ستړیا احساس.
پرته له کوم سبب نه ډیر ستړي کیدل، هم د وینې د سرطان نښه کیدای شي. ددغه ډول علامو تشخیصول او حل لاره یې پیدا کول مو ژوند ژغوري.
۵- زیړی.
کله چې پوستکی ژیړ شي یا ژیړ رنګی شي، په عام ډول دا په ماشومانو کې لیدل کیږي، په بالغو کسانو کې هم دا علامې لیدل کیدای شي. نو که چیرته یې درملنه ونه شي، د ینې یا جګر ناروغۍ په شمول د کنسل ناروغۍ لامل کیدای هم شي او دا یې ممکن یوه نښه وي.
۶- تور داغونه او کوچني نصواري رنګه خالونه چې رنګ او جسامت بدلوي.
که چیرته کله کله په مخ باندې ټاکي یا خالونونه ولرې، پروا نه کوي. همدراز ټول نوي تور ټکي یا داغونه چې په مخ باندې راپيدا کیږي، باید تداوي یې وشي، ځکه له دې داغونو نه سرطان مرض پیداکیدلی شي. باید له یوه ډاکټر سره مشوره وکړئ او درمل یې واخلئ.
۷- د سترګو پرلپسې درد.
د سترګو مسلسل درد یا تل د سترګو خوږیدل هم د سرطان د ناروغۍ یوه نښه کیدای شي. کیدای شي ځیني وخت موږ دا د ستړیا یو لامل وبولو، خو دا چې پرلپسې درد کوي، باید له ډاکټر سره مشوره وشي او درملنه یې وشي.