ژباړه
یوه هلک د یوې نجلۍ سره ډېره مینه درلوده. د څو کلونو وروسته یې پرېکړه وکړه چې له هغې سره واده وکړي.
خو له ځان سره یې وویل:
لومړی یې باید د کورنۍ/ خپلوانو په اړه له خلکو پوښتنه وکړم چې څنګه نجلۍ ده، اخر زما د ژوند مسله ده. هلک په پوښتنه ګروېږنه پیل وکړ.
خو زیات خپه شو، ټولو ویل ډېره بده نجلۍ ده، ژوند دې مه تریخوه.
هلک له ځان سره ډېر فکر وکړ او پایله دا شوه چې له هغې سره له واده تېر شو او نجلۍ یې پرېښوده.
څو کاله وروسته هلک په یوې ګوښه کې ستړی ستومان او یوازې ناست و، دا وخت یو سپين ږیری تېره چې سترګې یې په دغه ځوان ولګېدې. لاړ ترڅنګ یې کېناست او ویې ویل؛ زویه نارام ښکارې.
هلک خپله ټوله کیسه ورته وکړه، سپين ږیري سر وڅنډه او ویې ویل؛ اوس چې څوکاله تېر شوي او ډاډه یم چې نجلۍ هم د خپل بخت پسې تللې، نو تر کله به یوازې اوسې او د تېر په اړه به فکر کوې.
زه دوه لورګانې لرم هره یوه چې دې خوښه شوه واده ورسره وکړه، خو وړاندې له هغې به زما د لوڼو په اړه له خلکو پوښتنه کوې.
هلګ له هر چا پوښتنه کوله او پخوانی ځواب به اورېده، ښه نجلۍ نه ده.
هلک ډېر مایوسه شو.
څه وخت وروسته هماغه سپين ږیري هلک خپل کور ته مېلمه کړ. له ډوډۍ خوړلو وروسته هلک وویل لوڼې دې نه ښکاري چېرته دي.
سپين ږیري وخندل او ویې ویل، زه هېڅ لور نه لرم. زویه لاړ شه او مینه دې تا ته په تمه ده. د خلکو خبرو پسې غوږ مه ګروه. خلک نه غواړي له تا ټيټ اوسي یا ته له هغوی ښه اوسې. که د خلکو خبرو ته غوږ ونیسې اصلا باید ژوند ونکړې، د زړه خبره دې واوره او هر چې غواړې ترسره یې کړه!
دا چې خبرې درپسې کوي مهم شخص یې…
خلک د ولسمشر پسې هم غږېږي.