امریکايي فلمي لوبغاړی ونټورث میلر وايي چې تېر کال ډاکټرانو د هغه په وجود کې د اوتیزم ناروغي نښې موندلي دي.
دغه بريټانياوي الاصله فلمي لوبغاړي چې له زندان څخه تېښته په سريال کې یې د “مایکل سکافیلډ” نقش ولوباوه او شهرت ته ورسید په لوړ عمر کې په اوتیزم د اخته کېدو په اړه خپلو مینوالو ته وويل چې: اوتیزم داسې څه نه ده چې زه یې بدل کړم… اوتیزم زما د پېژندګلوۍ اصلي برخه ده او زما د برياليتوبونو او لاسته راوړنو يوه نه بېلېدونکې برخه ده.
د انسان د بدن په وده کې ستونزو ته اوتیزم ويل کېږي او په ځانګړي ډول په ټولنیزو اړيکو او ټولنیز چال چلند کې د غیر طبیعي رويي له مخې پېژندل کېږي. په اوتیزم اخته کسان يو ډول ځانګړې نښې لري چې په ځينو انسانانو کې دغه نښې ډېرې شدیدې او بیا په ځينو کې ډېرې کمرنګې وي. د اوتیزم ناروغي له ۳ کلنۍ نه وده کوي او د پيدا کېدو اصلي لامل یې لا تر اوسه نه دی موندل شوی.
ونټورث میلر په خپل پيغام کې چې خپلو مينوالو ته یې خپور کړی دی ويلي دي چې په وجود کې د اوتیزم د نښو پېژندل يو امتیاز دی او هر څوک ورته لاسرسی نه لري. هغه ليکي چې په اوتیزم اخته کېدل هغه شوکه کړی دی خو ورته د حيرانتيا وړ نه دی.
نوموړي خپل دغه پيغام له هغو خلکو په مننې
پای ته رسولی دی چې د هغه د ژوند په اوږدو کې یې پوه يا ناپوه له هغه سره ښه رويه، هغه ته پاملرنه او له هغه سره مرسته کړې.