د رونالډو نوې مرکه؛ د خپل ځان په اړه ئې ډېري مهمي خبري کړي!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: صابرحميدي
د پرتګال هیواد او جیونټوس فوټبال کلب تکړه لوبغاړي رونالډو په خپلي یوې تازه مرکه کي د خپل راتلونکي او تېر فوټبال تر څنګ پر یو لړ نورو مهمو مسائیلو ږغېدلی.هغه د TV1 په نوم د یوه نړیوال ټلویزیون سره په یاده مرکه کي وویل، چي په دې سن (۳۴) کلنۍ کي مي تمرینونه د پخوا په پرتله ډېر توپیر کړی، نو ممکن د دې پړاو په پای کي (راتلونکی کال) د فوټبال سره مخه ښه وکړم.
خو رونالډو زیاته کړه، چي زه غواړم تر ۴۰ کلنۍ او یا هم تر ۴۱ کلنۍ پوري فوټبال وکړم.

هغه وویل((دا باوري نده، چي زه دي راتلونکی کال د فوټبال سره مخه ښه وکړم، نه پوهیږم چي څه وخت به د فوټبال سره مخه ښه وکړم، خو زه همیشه وایم چي د فوټبال د هري لحظې څخه خوند واخلم)).
رونالډو په دوام کي د ریال ماډریډ پر پرېښودلو او د جیونټوس سره پر یو ځای کېدو وویل((په ماډریډ کي پاته کېدل د دې معنی لري، چي په امن سیمه کي اوسې، هر څه یو طرفه سوي وه، زه د نوو کارونو په لټه کي وم، ډېر مشکلات مي په ماډریډ لوبډله کي نه درلوده، زما لپاره تر ټولو سخته دا وه، چي ریال ماډریډ مي پرېښوی)).

رونالډو اوس د فوټبال په نړۍ کی یو وتلی فوټبالر دئ، ده د ځان په اړه وویل((پوهېدم چي د ښه لوبغاړي کېدو وړتیا لرم، مګر هیڅ فکر مي نه کوی، چي زه دي یو وخت د سرو زرو توپ ترلاسه کړم، څه وخت چي د منچسټر یونایټیډ سره یوځای سوم، دې ته متوجع سوم چي یو جلا لوبغاړی یم، د لویو لوبغاړو ترڅنګ لوبه کول د دې سبب سول، چي د انګلستان د لیګ برتر غوره لوبغاړی سوم)).
رونالډو په تېر ۲۰۱۸م کال کي د مایورګا په نوم د یوې ښځي لخوا په جنسي ځورونه تورن سو.
مایورګا ه

غه شکایت بیرته واخیست.
رونالډو ئې په اړه په یاده مرکه کي وویل((۲۰۱۸م کال مي په شخصي ژوند کي تر ټولو تریخ کال وو، هغه وخت چي خلګ دي پر عزت فکر کوي سخته ده، دې موضوع مي ژوند ته صدمه رسوله، ځکه یوه لویه کورنۍ لرم، د خدای په مهربانیت ښکاره سوه، چی بې ګناه یم، سخت شرایط وه، اما هغه کسانو چي زه پېژندلم پوهېدل، چي زه بې ګناه یم)).
رونالډو د نورو لوبغاړو په اړه وویل((اوس په فوټبال کي محاسبه کول سخته ده، فوټبال بېلابېل شرایط لري، هر لوبغاړی پرته له دې چي یو څه کار وکړي ۱۰۰ میلیونه ارزښت لري، اوس په فوټبال کي ډیري پیسې شتون لري، یو دفاعي لوبغاړی او ګول ساتونکی کولای سي ۷۰ یا ۸۰ میلیونه یورو ارزښت ولري، خو زه د دې موضوع څخه راضي نه یم، اما دا داسي نړۍ ده، چي موږ پکښي ژوند کوو او باید احترام ئې وکړو)).

د فوټبال په نړۍ کي دې وتلي فوټبالر ۵ ځلي د سرو زرو توپ، د اروپا په قهرمانانو لیګ کي د ۵ اتلولیو ریکارډ، دوې اتلولۍ د ملي ټیم سره، درې اتلولۍ د منچسټر یونایټیډ سره، دوه ځلي د لالیګا اتلولي او یو ځلي د ایټالیا په سري آ لیګ کي ئې د اتلولي جشن نمانځلی.