
ژباړه
لومړی قانون؛
دا قانون وایي، هغه څه چې غواړې یې په پوره احساس او درک سره پرې باور وکړې، په حقیقت بدلېږي.
وېن دایر وایي: ”که په یو څه اوږدمهاله او ژور باور ولرﺉ، ژر یا وروسته په حقیقت بدلېږي.“
د جذب قانون؛
دا قانون وایي ستاسې مغز مقناطیس دی! هر څه چې اوس یې لرﺉ او ستاسې د فکر او شخصیت لپاره دي، که مو شخصیت او فکر بدل کړﺉ، ژوند مو هم تغییر کوي.
د تطابق/ جوړجاړي قانون؛
دا قانون وایي، ستاسې بهرنی ژوند، ستاسې د دروني ژوند هېنداره ده.
په بل عبارت: هر ځای ته چې ولاړ شﺉ او د هر چا سره اوسﺉ؛ هماغه ځای ته رسېږﺉ او د هغوی په رقم کېږﺉ.
نو خپله شاوخوا د مثبتې انرژۍ لرونکو، چې موخې مو سره یو وي، انګېزه لري او بریالیو کسانو سره ډکه کړﺉ…