که احساس کوئ چې له تاسو سره ستاسو د خاوند چلند ښه نه دی، د ځينو کړنو په ترسره کولو کولای شئ هغه دې ته اړ کړئ چې له تاسو سره ښه چلند وکړي او مینه يې درسره ډېره شي. يوازې مېرمن کولای شي چې له خپل خاوند سره د هغه د رویې په مثبت بدلون کې مرسته وکړي. هره ښځه غواړي چې خاوند یې د ټول عمر لپاره د هغې او د هغې د ماشومانو د وياړ جوګه شي خو ځينې مېرمنې له خپل خاوند سره سم چلند نه کوي او د هغوی همدا ناسم چلند د دې لامل کېږي چې خاوند يې زړه توری شي، له خپل ژوند نه خوند وا نه خلي او د ژوند کولو تمه یې له منځه لاړه شي.
خو بلخوا بيا داسې مېرمنې هم شته چې له خپل خاوند سره سم او وړ چلند کوي، له خپل خاوند سره مرسته کوي چې ښه انسان و اوسي او له ژوند نه خوند واخلي. اوس به تاسو فکر کوئ چې د دغو ښځو د بريا راز څه دی او څنګه کولای شو چې له خپل خاوند سره سمه او وړ رویه وکړو؟ د ياران ويبپاڼې نننۍ لیکنه له تاسو سره مرسته کوي چې د خپلو دغو پښتنو ځواب ترلاسه کړئ، د لیکنې تر پایه مو ملتیا غواړم!
لومړی: ستاینه یې وکړئ!
ستاسو ماشومان ويني چې تاسو د خپل ژوند ملګري سره څه ډول چلند کوئ او د ځوانۍ په دورې کې ستاسو دغه چلند د هغوی لپاره د ايډيال بڼه غوره کوي او له خپل راتلونکي/ې خاوند/مېرمنې سره همداسې چلند کوي. نو هڅه وکړئ چې هغوی ته ووايئ چې خاوند مو تر ټولو غوره انسان دی، له تاسو سره مینه لري، له تاسو نه ساتنه کوي او تاسو خوشبخته یئ چې دا ډول پلار لرئ.
که دا ستاینې د خپل خاوند پر وړاندې وکړئ ګټې به یې ډېرې وي، ځکه هغه لا ډېرو غوره کړنو ته هڅېږي او د دې لپاره چې ستاسو خبرې په رښتيا بدلې کړي ډېر هڅه به وکړي، له دې سره به هم ستاسو خاوند خوشاله ژوند ولري او هم به له خپل ژوند نه خوند اخلي، هم به ښه ماشومان وروزئ او هم به تاسو له خوښیو ډک او هوسا ژوند ولرئ.
دویم: د نورو پر وړاندې یې درناوی وکړئ!
هر څوک غواړي چې د خپلو وړتیاوو پر بنسټ ورته درناوی وشي او د هغه په اړه داسې پرېکړه وشي چې هغه یې وړ وي. په حقیقت کې څنګه چې تاسو له خپل ژوند ملګري سره رويه کوئ، نور ستاسو چلند ته په کتو ستاسو د خاوند د شخصیت کچه معلوموي. کله چې تاسو له خپل خاوند ته رښتينې، مهربانه او ژمنه و اوسئ، نور به ستاسو خاوند او د هغه شخصیت ته په درناوي ګوري او ستاسو رويې ته به ورته رويه ورسره کوي.
درېيم: درک یې کړئ!
د دې لپاره چې خاوند مو له تاسو سره مينه وکړي، هغه درک کړئ او ځينو مسایلو ته د هغه له لیده وګورئ! کله چې په ژوند کې نور درک کړو او يوې موضوع ته د نورو له نظره وګورو، نو دغه کړنه له موږ سره مرسته وکړي چې نړۍ له يوې پراخې زاويې نه وګورو او د نورو احساس درک کړو په دې سره مو هم ژوند سمېږي او هم د هغوی زړونه لاس ته راوړو. نو هڅه وکړئ چې خپل خاوند درک کړئ او هغه سره مرسته وکړئ او دې ته یې اړ کړئ چې له تاسو سره ښه چلند وکړي.
څلورم: د پرېکړو او نظر ملاتړ يې وکړئ!
په ټولیز ډول ستاسو خاوند ستاسو د کور د لګښتونو په تامینولو کې ډېره ونډه اخلي، په داسې حال کې چې په نننۍ پرمختللې نړۍ کې هم ډېرې ښځې بېکاره دي او د کور ټول مالي لګښت يوازې د کور د نارينه مشر پر اوږو وي. نو که چېرې تاسې نه شئ کولای چې د خپل خاوند مالي ملاتړ وکړئ نو هڅه وکړئ چې لږ تر لږه د هغه د نظر او پریکړو ملاتړ وکړئ. هغه ته غوږ شئ چې د راتلونکي لپاره یې څه پرېکړې کړې دي. د هغه له پرېکړو د ملاتړ ترڅنګ له هغه سره مرسته وکړئ چې خپلو موخو ته ورسېږي.
دا سمه ده چې د خاوند ترڅنګ مو تاسو هم ځينې موخې لرئ، خو په دې پوه شئ چې ستاسو او ستاسو د خاوند ګډ ژوند دی او د هغه پرېکړو او موخو ته لومړيتوب ورکړئ، کله چې ستاسو د خاوند موخې پوره شي خامخا تاسو پکې ګټه کوئ. خپل خاوند ته ډاډ ورکړئ چې په هر حالت کې ورسره یئ او له هغه ملاتړ کوئ له دې سر به هغه ستاسو په څنګ کې د هوساينې احساس وکړي او له تاسو سره به د پخوا په پرتله ډېره مینه وکړي.
پنځم: تل خوشاله اوسئ!
دا سمه ده چې د هر چا په ژوند کې ستونزې او غمونه شته، خو تاسو هڅه وکړئ چې ژوند ته له منفي اړخونو ونه ګورئ! هڅه وکړئ چې ځان په دې پوه کړئ چې په ژوند کې شته ستونزې لنډمهاله دي او باید ورسره مبارزه وکړئ، له همدې امله هڅه وکړئ چې تل پر خپلو شونډو خندا ولرئ او خپله کورنۍ په ځانګړي ډول خپل خاوند خوشاله وساتئ! کله چې ستاسو خاوند ويني چې تاسو له دومره ستونزو سره سره بيا هم خوشاله يئ او له خپل ژوند نه خوند اخلئ ستاسو په څنګ کې د ارامۍ احساس کوي او له تاسو سره یې مینه ډېرېږي.
شپږم: هغه وبخښئ!
د دې لپاره چې خاوند مو ښه انسان و اوسي او له تاسو سره مینه وکړي، هڅه وکړئ چې تل هغه ونه رټئ او هر وړه تېروتنه یې ورته بیا بیا ور ياد نه کړئ؛ بلکې هڅه وکړئ چې د هغه د وړو تېروتنو نه تېر شئ او هغه وبخښئ! کله چې تاسو خپل خاوند د هغه په يوې وړې تېروتنې رټئ دا ستاسو خودخواهي ښيي، او هېڅوک له خودخواه انسان سره مينه نه کوي. نو خپل خاوند وبخښئ تر څو هغه هم ستاسو په مهربانۍ باور وکړي او له تاسو سره ډېره مينه وکړي.
اووم: د سترګو اړيکه ټينګه کړئ!
د انسان سترګې د هغه له روح سره اړيکه لري، نو تل هڅه وکړئ چې خپل خاوند ته په مینه وګورئ او هېڅکله خپل خاوند ته د کتو زمینه له لاسه مه ورکوئ؛ تر څو له تاسو سره یې مینه کمه نه شي او د ټول عمر لپاره درسره مینه ولري.
اتم: خپل فکر بدل کړئ!
که پوهېږئ چې ستاسو او ستاسو د خاوند اوسنۍ اړيکه ښه نه ده او غواړئ چې له هغه سره مينه ولرئ، باید له هغه سره د هغه د فکر په بدلېدو کې مرسته وکړئ، خو که وغواړئ چې په همدې حالت کې د هغه شخصیت ومنئ، دا د دې لامل کېږي چې هغه پر خپل حالات پاتې شي. په اصل کې مینه د هر هغه کار د ترسره کولو په معنا ده چې د هغه انسان په ګټه وي چې تاسو ورسره مينه کوئ، نه دا چې هغه انسان چې ورسره مینه لرئ پر خپل حالت پرېږدئ.
د پورتنیو ټولو کړنو ترڅنګ ستاسو د هرې شېبې، دقیقې، ورځې، اونۍ او ان د میاشتې د مینې اظهار کولای شي چې ستاسو د خاوند په زړه کې تاسو ته مینه ډېره کړي او دې ته اړ شي چې له تاسو سره ښه رويه وکړي. د دې ترڅنګ هڅه وکړئ چې خپل خاوند د ښو کړنو ترسره کولو ته وهڅوئ، کله چې ستاسو خاوند مهربانه اوسي او ښې کړنې ترسره کړي، زړه یې نرمېږي او له تاسو سره یې مینه ډېرېږي او د وخت په تېریدو یې له تاسو سره اړيکه لا پياوړې کېږي.