دريا يا چمبه په افغاني ټولنه کې هغه دود دی، چې له کالونو راهیسې د خوشحالیو پر مهال وهل کېږي.
ښځې دريا په ودونو، کوژدو، اخترونو او د خوښیو په هر ډول محفلونو کې وهي.
دا دود په پښتنې کليوالو سيمو کې ډېر دی، ښځې تر ډېره بيا پېغلې په ډېر شوق او خاص ذوق دريا سره سندرې وايې:
نجونې د سندرو ويلو په وخت کې دريا په لنډيو کې هم ستا يې او وايي:
د نجونو مېره يې واده کړه
اوس به په سرو لاسونو څوک چمبه وهينه
دریا زما په لاس کې زېب کړي
د یار په لاس کې کتابونه زېب کوينه
دريا سره د کليوالو نجونو مستې سندرې په نوبت ټپې بېل خوند لری. دا د افغاني ټولنې په زړه پورې دود دی.
په پخوا وختونو کې به دريا د مشرانو ښځو له خوا جوړېده، په يو خاص مهارت به يې له پوستکي او چمبې څخه جوړوله.
د بازاري دريا ګانو په جوړېدو سره اوس دا دود کمرنګه شوی او کورنۍ په ودونو د خوښيو محفلونو کې تيارې جوړې شوې بازاري درياګان اخلي او خپل محفلونه پرې تودوي.
دريا يا تمبل د ښارونو په پرتله په کليوالو سيمو کې ډېر دود دی. په ښارونو کې زياتره د خوښيو محفلونه په هوټلونو کې په خاصو مراسمو تر سره کېږي؛ چې د دريا دود په کې بيخي موجود نه دی.خو هغه ودونه چې په کورونو کې ترسره کېږي بيا په کې څه نا څه چمبې ته هم وخت ور کول کېږي.
چمبه یوه ورځ مخکې له محفله لمر ته ایښودل کېږي. د چمبې یا دریا په غاړو کې ګونګري اچول کېږي چې د وهلو په وخت کې ځانګړی اواز تولیدوي
د دريا جوړولو طريقه؛
دريا د اوزې له پوستکي او د چينارونو له څانګو جوړېږي، کله چې د چينار د لرګي نه په لمده کې تښتې وايستل شي، هغه بيا حلقه کېږي، سريخ پرې وهل کېږي، چمبه ترې جوړيږي او د اوزې پوټکی پرې اچول کېږي، بیا د اور په واسطه سره کلکېږي او بيا يې د درېيو ورځو لپاره لمر ته ږدي او دريا جوړېږي.
د میوزیک الات په ټولنه کې ځانګړې غږونکي لري خو یوازې دریا ده چې زیاتره افغان مېرمنې یې د خپلو کمالي ګوتو په سرونو وهي.