د خپلې ښځې خپګان څنګه له منځه يوسو؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

انسان تل تېروتنه کوي او کېدای شي چې په هر عمر او هر وخت کې ترې تېروتنه وشي او د همدغو تېروتنو له امله خپل شاوخوا کسان خپه کړي، چې له هغو څخه يوه هم مېرمن ده. مېرمن انسان ته د شاوخوا خلکو په پرتله ډېره نږدې وي او له خپل خاوند سره نږدې اړيکې لري او له همدغو اړيکو درلودلو له امله کېدای شي ځینې وختونه د خاوند او مېرمن ترمنځ خپګان رامنځته شي.

خو ډېری نارينه نه پوهېږي چې خپله مېرمن څنګه خوشاله کړي او خپګان یې له منځه يوسي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د دې په اړه معلومات درکړو چې څنګه کولای شو خپله مېرمن خوشاله کړو او ټول خپګان یې له منځه يوسئ، د لیکنې تر وروستيو کرښو مو ملتیا غواړم!

لومړی: ستاینه یې وکړئ!

کله چې ستاسو مېرمن له تاسو خپه وي، د هغې ستاينې وکړئ او هغه په بېلابېلو الفاظو وستايئ. مېرمنې خوښوي چې خاوند یې ستاینه وکړي. مېرمنې د دې لپاره چې خاوند یې د هغې ستاینه وکړي هر کار ته اوږه ورکوي، که هغه سینګار وي او يا د ډول ډول ښکلو جامو اغوستل. خو که چېرې تاسې د هغې د هڅو نه پرته د هغې ستاینه وکړئ له تاسو نه به ډېره خوشاله شي او هر ډول خپګان به یې له منځه لاړ شي.

دویم: د زړه تنګون مو ورته اظهار کړئ!

که مېرمن مو له تاسو نه خپه ده او خپل پلار کره تللې ورته ووايئ چې ورپسې خپه شوي یئ او له هغې پرته ژوند درته ستونزمن دی. ښځې غواړي چې مېړه یې ورپسې خپه شي او خپل زړه تنګون ورته څرګند کړي. په دې کار سره نه يوازې هغه پخلا کولای شئ بلکې د هغې په زړه کې ځان ته ډېر ځای پيدا کولای هم شئ.

درېیم: ځان ښکلی کړئ!

خپله مروره مېرمن نه يوازې په خپلو خبرو بلکې په خپلو جامو او ښکلا حیرانه کړئ! هڅه وکړئ چې ځان ښکلی کړئ، نوې جامې مو واغوندئ او عطر ووهئ. مېرمن ته مو ځان ځوان او پياوړی ښکاره کړئ، له دې کار سره به هم خپله ښه احساس وکړئ او هم به خپله مېرمنه په اسانۍ سره خوشاله کړئ.

څلورم: خپلې ژمنې سر ته ورسوئ!

که مو له خپلې مېرمنې سره ژمنه کړې وي چې هغه به بازار او يا د تفريح لپاره کوم پارک ته بوځئ، خپله ژمنه پوره کړئ او هغه مه ناهيلې کوئ! په دې کار سره نه يوازې دا چې خپله مېرمن پخلا کوئ، بلکې مېرمن ته مو دا احساس هم ورکوئ، چې تاسو پر خپلې ژمنې ولاړ ياستئ او خپلې ژمنې نه هېروئ. هغه نارينه چې پر خپلو ژمنو عمل کولای شي، له شک پرته د ژوند په ټولو چارو کې د خپلې مېرمنې زړه ساتلی شي.

پينځم: هغې ته د مینې اظهار وکړئ!

دا سمه ده چې ښځه د مېړه له خوا د مینې د اظهار اورېدلو ته اړ نه ده، خو د هغې د خپګان د لرې کولو لپاره باید هغې ته دا خبره وکړئ. د مینې اظهار ان تر واده شل کاله وروسته هم خپله ځانګړې اغېزه لري. د مینې د اظهار سره ښځه احساس کوي چې خوشبخته ده او خاوند یې د يوې ملکې په څېر ورسره چلند کوي. ستاسو ښځه باید په دې پوه شئ چې څومره ورسره مینه لرئ، نو هېڅکله دا ارزښتناکه خو بې لګښته کلمې د خپلې مېرمنې نه مه سپموئ!

شپږم: حیرانه یې کړئ!

هڅه وکړئ چې خپله مروره مېرمن مو حیرانه کړئ! د بېلګې په توګه يوه ډالۍ ورته واخلئ او د کور شاته یې د يو بل چا په لاس ور ولېږئ! اړينه نه ده چې ډالۍ دې ګران بیه وي يو سور ګل د خپلې يوې نړۍ مینې سره ور ولېږئ، همدا بسنه کوي. يا هم خپلې ټولې ستونزې هېرې کړئ او خپله مېرمن د خوړو د خوړلو لپاره يوه رسټورانټ ته بوځئ، دا کارونه به هغومره ستونزمن نه وي خو کېدای شي ستاسو اړيکې ډېرې ټينګې کړي.

اووم: له هغې سره ټلويزيون وګورئ!

کېدای شي دا کار تاسو ته بې معنا وي، خو کله چې ماشومان مو ويده وي هڅه وکړئ چې له خپلې مېرمنې سره ټلويزيون وګورئ او خپل وخت هغې ته ورکړئ. د ټلويزيون د لیدلو پر مهال له هغې سره وخاندئ، وژاړئ او وډارشئ، اړينه نه ده چې تاسو باید ارومرو ټلويزيون ووينئ، اړینه دا ده چې له هغې سره خپل احساسات شريک کړئ او هغې ته خپله مینه څرګنده کړئ. له دې کار سره به ستاسو د مېرمن هر ډول خپګان له منځه ولاړ شي.

اتم: د پخلي ستاینه یې وکړئ!

هغه وپوهوئ چې تکړه پخوونکې ده، د خپلې خوښې د خوړو په اړه ورته ووايئ او له هغې وغواړئ چې ستاسو د خوښې خواړه پاخه کړي. که څه هم مېرمن به مو له تاسو نه خپه وي خو مېرمن هېڅکله د خپل خاوند د خبرې خلاف کار نه کوي او ارومرو تاسو ته ستاسو د خوښې خواړه پخوي. کله چې یې ستاسو د خوښې خواړه پاخه کړه په خوند یې وخورئ او د پخلي ستاینه یې وکړئ. له دې کار سره نه يوازې دا چې خپله مېرمن پخلا کولای شئ او د هغې زړه لاسته راوړلی شئ، هغه د لا خوندورو خوړو پخولو ته هم هڅولای شئ.

په پای کې باید یادونه وکړو چې په هر ګډ ژوند کې د هرې جوړې ترمنځ ستونزې او خپګان رامنځته کېږي، نو هڅه وکړئ چې د ضد او ناوړه چلند پر ځای له خپلې مېرمنې سره ښه او له مینې ډک چلند وکړئ، له دې کار سره به مو هم مېرمنه خوشاله وي او هم تاسې او هم به ستاسو ماشومان په يوې ښې او له مینې نه ډکې کورنۍ کې لوی شي او ګډ ژوند به مو ډېره بقا وکړي.