د حافظې د لاسه ورکولو لامل

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه

پوهانو په امریکا کې اعلان کړې چې کم خوبي او ژورخفګان حافظه کموي.

دا وخوره نه هغه( Eat this! Not that) پورتا په خپل راپور کې ویلي چې د کمخوبۍ او ژورخګان ترڅنګ، زړښت هم د حافظې د لاسه ورکولو اصلي لامل دی.

څرنګه چې پوهانو ویلي، ځینې وخت هېرېدل عادي دي او ستونزه نه ښيي. د هغوی په باور د وخت په تېرېدو د بدن په په بعضو برخو کې بدلونونه رامنځته کېږي له دې ډلې مغز.

کمزوری خوب، ژورخفګان، د درملو ناطبیعي غبرګونه، د الکولو کارول او په سر ضربه هم د حافظې د لاسه ورکولو سبب کېږي.

د دغې پديدې لامل ډېری وخت د وېټامين B١٢ کمښت او یا د ضعیفه شناختي ګډوډۍ شرایط دي.

روغتیاپالانو څرګنده کړې چې د حافظې له لاسه ورکول د عقلي زوال په مانا نه ده.

عقلي زوال، د مغز سوه پرمختللې او جدي ناروغي ده، چې بېلابېلې نښې نښانې له ځان سره لري. دا د ورستیو اطلاعاتو په یاد سپارلو کې ستونزې، د اړیکو په جوړولو کې ستونزې، د بېلګې په توګه د مناسبو کلمو په موندلو ستونزه لري. دا ډول ناروغ په یوه اشنا سیمه کې ورکېدای شي، زیاتره وخت سپارښتنې غلطې اخلې او یا یې هم هېروي.