د تاشکند غونډه؛ اروپا او مرکزي اسیا افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې ده

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپا د تاشکند په کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپا استازو په کنفرانس کې په افغانستان کې پر امنیت، ثبات، د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو، اقتصادي وضعیت، د بشري حقونو پر وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.

له دې غونډې په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي او په دغه هېواد کې هر ډول بشردوستانه مرستو ته ژمن دي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نیکولسون ویلي چې په دې غونډه کې له افغانستان سره پر مرستو، بشردوستانه خدماتو او نورو مهمو مواردو بحث شوی دی.

اعلامیه وایي چې افغانستان باید نړیوال قوانین مراعات کړي، بشري حقونو ته درناوی وکړي، ترهګرو ډلو ته فعالیت اجازه ور نه کړي او په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي.

دوی همدا راز د زده کړو او تعلیم په برخه کې د ښځو د حقونو پر رعایت هم ټينګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي چې له افغانستان سره په بېلو اړینو برخو کې مرستو ته ادامه ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یونما مشرې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.

نوموړې د مرکزي بانک له مشر سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي او غواړي د افغانانو د لاسنیوي لپاره لا ډېرې مرستې راجلب کړي.

دیبورا لاینز وایي تر ټولو مهم هدف یې دا دی چې لومړی د افغانستان بانکي سیستم بېرته فعال شي او مرستندویه موسسې وکړی شي له افغانانو سره خپلې مرستې شریکې کړي.

لاینز ټینګار کړی چې باید د افغانستان بانکي سیستم شفاف او منظم وي او دوی په نړیواله کچه ددغه سیستم د ساتلو او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي