امریکا: افغان ځواکونه په یواځې ځان له هېواد دفاع کولای شي

امریکايي سناتورانو په یوه غونډه کې د امریکا پر دفاع وزارت نیوکه کړې چې د افغانستان په چارو کې ښکیل جنرالان د ځواب ویلو لپاره دې کمیټې ته نه ورلیږي.

دې غونډه کې د امریکا د کانګرېس د وسله وال پوځ کمېټې غړي جک رییډ او د غونډې مشر ټینګار وکړ چې امریکا دې د افغان ځواکونو او حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي چې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې وپایېږي.

په ځواب کې د دفاع وزارت مرستیال ډېوېډ هالفْي بیا د افغان ځواکونو د وړتیا ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې اوس دغه ځواکونه په یوازې ځان هم مخالفینو پر وړاندې جګړه پرمخ بوولی شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې افغان پوځ وستایه او په وینا یې دا پوځ د اتلانو په شان له دښمن سره جګړه کوي، هره ورځ تلفات ورکوي خو بیا ولاړ دي او افغانان دې پرې وویاړي.

په دې غونډه کې ګڼ شمېر سناتوروانو د هغو افغانانو پر خوندیتابه او امریکا ته یې پر بیولو ټینګار وکړ چې له امریکايانو سره یې په ملکي او پوځي ډګر کې کار کړی دی.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د کانګرس د ملي امنیت جرګې په یوې استماعیه غونډه کې ویلي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان له ګاونډیانو سره د پرمختللې همکارۍ په برخه کې خبرې شوي دي.

په دغه استماعیه غونډه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په دې پریکړې غور شوی چې ټول امریکايي عسکر دې د سپتمبر تر ۱۱ پورې له افغانستان څخه ووځي.

د کانګرس یو شمیر غړو د هغو اندېښنو په هکله له خلیلزاد نه وضاحت غوښتی چې د افغانستان څخه د عسکرو له وتلو وروسته د امریکا ملي امنیت او د سیمې ثبات ته ګواښ رامنځ ته کوي.

د کانګرس غړي په دې باور دي چې په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره کم وخت پاتې دی، نو څنګه امکان لري چې د افغانستان له ګاونډیانو سره دې د راتلونکي وضعیت د څارنې لپاره توافق وشي.




وروستي مطالب