د بښنې نړیواله اداره وایي د امریکایي ځواکونو له لوري په افغانستان کې د ملکي وګړو وژل یو بوږنوونکی او د نه بښلو وړ عمل و.
ددغه ادارې چارواکو ویلي امریکا منلې چې تر وتلو څو ساعته مخکې یې په ډرون برید کې ملکي وګړي وژلي، چې دا خبره یوازې په منلو نه حل کېږي.
دغه اداره وایي اوس چې امریکا د ملکي وګړو وژل کېدل منلي، باید په دې اړه څېړنې ډېرې شي، اصلي مسوولین یې باید د قانون منګولو ته وسپاري او د ټولو پلټنو معلومات دې د قربانیانو له کورنۍ سره شریک کړل شي.
د بښنې نړیوال سازمان همدا راز ویلي، امریکا مجبوره ده چې د قربانیانو کورنۍ ته تاوان ورکړي.
امریکا له کابل هوایي ډګر د خپلو ځواکونو تر وتلو مخکې پر یوه کور د ډرون برید وکړ چې د لسو په شاوخوا کې ملکي وګړي او د یوې کورنۍ غړي یې ووژل.
دې مسئلې په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي.