د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وایي طالب جنګیالي بشري حقونه نقضوي.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې د جنوبي اسیا مسوولې پاتریشیا ګاسمن په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي سره له دې چې طالب مشران د بشري حقونو د ساتنې خبره کوي، خو ددغه ډلې جنګیالي هره ورځ بشري حقونه نقضوي او هغه کسان په نښه کوي چې پر طالبانو نیوکې کوي او یا دغه ډله نقدوي.
د نوموړې په خبره که طالبان رښتیا د بشر حقونو ته ژمن وي، نو خپلو جنګیالیو ته دې امر وکړي چې د عامو وګړو، منتقدینو، نظامي کسانو د خپلوانو او کورنیو د غړو وژل او ځورول ودروي.
نوموړې ویلي د هېواد په جنوب کې په وروستیو کې داسې پېښې رامنځ ته شوې چې د بشري حقونو ښکاره نقض دی او دوی به دا راپورونه له نړیوالو بنسټونو سره شریک کړي.
په ورته وخت کې امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او د جګړو اوج د منلو نه دی.
نوموړي ویلي ددې جدي اړتیا ده چې دواړه لوري ژر تر ژره مذاکراتو ته راوګرځي او د سولې خبرې چټکې کړي.
سلیوان وایي په افغانستان کې هېڅ لوری هم د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی نو له همدې امله جدي اړتیا ده چې ښکېل اړخونه جګړې کمې کړي او د مذاکراتو فرصت دې نه ضایع کوي.
سلیوان ویلي چې افغان سوله د امریکا له ملاتړ برخمنه ده او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
نوموړي په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید هم په کلکو ټکو غندلی او په وینا یې دا یوه بوږنوونکې پېښه ده او په افغان جګړه کې باید بې طرفه وګړو ته زیان وا نه وړي.