د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ د استانبول په ناسته کې د ښځو د بشپړ ګډون غوښتنه وکړه.
د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو لنډمهالې مشرې ویلي، چې ملګري ملتونه د استانبول د غونډې د کوربه په توګه باید باوري کړي، چې ښځې په اصلي خبرو اترو کې برخه واخلي او په نورو بحثونو کې بوختې نشي.
دوی د ملګرو ملتونو له چارواکو په ځانګړي توګه له عمومي منشي آنتونیو ګوتیرش څخه غوښتي، چې د استانبول په ناسته کې د ښځو فعال رول ته پوره پاملرنه وکړي.
د بشري حقونو د څارډلې زیاته کړې، چې امریکا د ترکیې په سرمشریزه کې د میرمنو په ګډون مهم رول لوبولی شي.
د یادونې ده چې د افغان سولې په اړه د ترکیې برخلیک ټاکونکې غونډې ته په بېلا بېلو کچو د چمتوالي خبره کېږي، خو لا هم د وخت، اجنډا او د ګډونوالو د شمېر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.
خو رسنیو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د ترکیې ناسته به د اپریل په ۱۶مه پیل شي چې لس ورځې به دوام وکړي.
په معلوماتو کې ویل شوې چې د ترکیې په ناسته کې به د بحث مهمه موضوع افغان سوله او اوربند ته د طالبانو غاړه ایښودل وي.
په معلوماتو کې وړاندې راغلي چې په دغه ناسته کې به له پاکستان څخه ژمنه اخیستل کېږي چې په طالبانو به فشار راوړي او د سولې لپاره به ریښتینی ګام پورته کوي.