د بدن د دفاعي سیسټم د کمزورۍ نښې نښانې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه

دوامداره ستړیا؛

که د کار کولو پرته د ستړیا احساس کوﺉ، نو ستاسې د بدن دفاعي سیسټم ضعیف دی.

د هاضمې پرله پسې ستونزې؛

کافي لاسوندونه شته چې ښيي د بدن د ساتندویه سیسټم کمزورتیا د هاضمې د مزمنو ناروغیو سبب ګرځي.
ممکنه لامل دا دی چې د دفاعي سیسټم زیاتره جوړښتونه په هاضمې سیسټم کې ځای لري.

په زکام/ ریزش ژر ژر اخته کېدل؛

د بدن د دفاعي سیسټم په اړه د قضاوت لپاره یو له ساده لارو څخه، په زکام او رېزش د اخته کېدلو ځلونو ته پام کول دي.

پرله پسې انتانات؛

د ادراري سیسټم تکراري انتانونه، د قارچ مېکروبونه، سرې او التهابي شوې ورۍ او سوء هاضمه، ټول اخطار ورکوونکې نښې دي، چې ویل کېږي د بدن دفاعي سیسټم ستونزه لري.

د رغېدو/ روغتیا موندنې زیات وخت نېونه؛

که د رېزش او زکام په څېر ناروغي مو له درېیو او څلورو ورځو زیات وخت نیسي، ټپ مو ژر نه رغېږي او حتا کله کله مېکروبي کېږي، باید پوه شﺉ چې دا موارد د بدن د کمزوره دفاعي سیسټم په خاطر دي.