د باوولیګ لوبي پر یوې ښځینه لوبغاړي لګول سوی بندیز لیري سو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د باوولیګ لوبي پر یوې ښځینه لوبغاړي لګول سوی بندیز لیري سو
د افغانستان د باوولینګ ملي لوبډلي پر تکړه لوبغاړې فضیله حورزاد څو ورځي مخکي د باوولینګ فدراسیون له لوري د بې حجابۍ له امله یو کال د لوبو بندیز ولګېد.
فضیلي حورزاد د یاد فدراسیون په غبرګونه کي له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي د باوولینګ فدراسیون د دې په حق کي غلطه پرېکړه کړې او د تل لپاره به د هر ډول ورزش سره مخه ښه وکړي.
resized 1242374 431 د باوولیګ لوبي پر یوې ښځینه لوبغاړي لګول سوی بندیز لیري سو
خو د سې شنبې په ورځ د افغانستان د اُلمپیک ملي کمېتې خبر ورکړ، چي د باوولینګ فدراسیون او فضیلې حورزاد ترمنځ رامنځته سوې ستونزه ئې هواره کړه او نور ښځينه لوبغاړې حورزاد خپلو لوبو ته په ملي لوبډله کي دوام ورکولای سي.
79772306 687425171665057 7238772996331012096 n د باوولیګ لوبي پر یوې ښځینه لوبغاړي لګول سوی بندیز لیري سو
د نورو ورزشونو ترڅنګ د باوولینګ ښځينه لوبغاړي هم باید په پوره حجاب کي لوبه ترسره کړي.
د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټه په کابل کي د باوولینګ فدراسیون مشر ادریس فاروقي په حواله وايي، چي اغلې حورزاد د کویټ په کوربتوب، چي کومي آسیایي لوبي ترسره کړې پکښي سرغړونه کړې.