د باوولینګ لوبي ملي لوبغاړي کویټ ته ولاړه!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: صابر حميدي
د باوولینګ لوبي ملي لوبغاړي کویټ ته ولاړه
د مسئولنیو په خبره د افغانستان د باوولینګ ملي لوبډله د آسیا اتلولۍ په سیالیو کي د ګډون په موخه پرون یکشنبه کویټ هیواد ته ولاړه.
په دې لوبډله کي نارینه او ښځينه دواړه لوبغاړي شامل دي، چي د آسیا اتلولیو سیالیو کي به د بیلابیلو هیوادونو سره لوبي ترسره کړي.
ټاکل سوې دا لوبي نن دوشنبه د اکتوبر په ۲۱مه د کویټ هیواد په السلامیه ښار کي پيل سي او د رواني اکتوبر میاشتي تر وروستۍ ورځي پوري به دوام وکړي.

په دې سفر کي، چي افغان لوبغاړو پرون یکشنبه وکړ، درې نارینه لوبغاړي، دوې ښځینه لوبغاړي، دوه نارینه روزونکي، دوې ښځینه روزونکي او یوه د لوبډلي مشر ګډون کړی.
په آسیا کي دا لومړی ځل دئ، چي افغان لوبغاړي د باوولینګ سیالیو لپاره یوه هیواد ته سفر کوي.
د افغانستان د باوولینګ ملي لوبغاړو تېر کال په لومړي ځل د باوولینګ په نړیوالو سالیو کي، چي د هانګانګ په کوربتوب ترسره سوې ګډون کړی وو.