ایران، چې تر هرچا ډېر ځان (اسلامي جمهوریت) ګڼي، له ټولو سخت دریځو قیوداتو سره پکې د نیشه یي توکیو استعمال په لوړه کچه دی.
هلته نه یوازې هیروین او نور مخدره توکي ګڼ کارونکي لري او حتا اغېزې یې تر افغانانو رسیدلي؛ بلکې د نیشه یي توکیو نور ډولونه هم پکې په پراخه کچه استعمالیږي.
د یونیم سل تنو نیشه
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په عباس بندر کې تر۱۵۰ زیاتو کسانو تقلبي شراب څښلي.
د یورو نیوز خبري شبکې د راپور له مخې، د دغو خرابو شرابو له کبله لږ ترلږه ۱۶ تنه وژل شوي او تریونیم سل ډېر نور مسموم شوي.
سرچینه د ایراني رسنیو په حواله وایي، چې د ۱۰ مسموم شویو کسانو وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د هغو کسانو عمرونه، چې تقلبي شراب یې څښلي، له ۱۷ تر ۵۰ کلونو پورې ښودل شوي.
له زندان څخه د شرابو کاروبار
د راپورونو له مخې، ایراني پولیسو لږ ترلږه ۳ تنه عباس بندر ته د تقلبي شرابو د قاچاق او پلورلو په تور نیولي.
په راپورونو کې راغلي، چې د تقلبي شرابو دغه کاروبار له یوه سیمه ییز زندان څخه یو خطرناک زنداني رهبري کوي.
سخت قیودات او سختې سرغړونې
ایران له ټولو سختو قیوداتو سره نه دی بریالی شوی، چې خپل ټولنیز هرج ومرج او له هغې ډلې اخلاقي بې بندوبارۍ، د نیشه یي توکیو استعمال او نور ټولنیز بحرانونه مهار کړي.
د ځینو ټولنپوهانو په باور، په ۲۱ مه پېړۍ کې په نړیوال کلي د نړۍ بدلیدل او د ټېکنالوژۍ په وسیله د ملتونو کلکه نښللتیا سبب شوې، چې دولتونه له ټولو قیوداتو سره بیا هم له ځینو نړیوالو بې بندوباریو سره په مبارزه کې پاتې راشي.
د دوی په باور، تر ټولو سخت قیودات له عادي قیوداتو څخه د لا ډېرو خپلسریو او بې بندوباریو سبب کیږي، له دې کبله باید د سختو قیوداتو پر ځای دولتونه پر مدبرانه – علمي او منطقي هڅو زیات تمرکز وکړي!