د اوکراین کړکېچ؛ غربي هېوادونو پر روسیه نوي بندیزونه وضع کړل

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

امریکا او ځینو نورو غربي هېوادونو پر روسیه نوي بندیزونه وضع کړي دي.

المان له روسیې سره د ګاز د لېږد د سترې پروژې چارې ځنډولې دي، امریکا ددغه هېواد پر نظامي او ځينې ملکي بانکونو نوي بندیزونه وضع کړل، فرانسې هم د ځینو اقداماتو خبرداری ورکړی دی او کاناډا هم له روسي اشخاصو او بانکونو سره راکړه ورکړه بنده کړه.

دغه راز غربي هېوادونو پر پوتین تور پورې کړی چې یو ځل بیا غواړي د روسیې امپراتوري راژوندۍ کړي، خو پوتین وايي دا چاره نه ترسره کوي، بلکې د خپل هېواد ساتنې ته ژمن دی.

روسیې بیا په ټوله کې پر بندیزونو غبرګون نه دی ښوودلی، خو وایي هر وخت له امریکا او غرب سره خبرو ته تیار دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین تېره شپه د روسیې تونتسک او لوهانسک سیمې د مستقلو سیمو په توګه په رسمیت وپېژندلې او ویل کېږي چې دغه سیمو ته یې ولسمشران معرفي کړل.

دغه سیمې د بیلتونپالو په لاس کې وي او اوس پوتین هغه سیمو ته د خپلو سرتېرو د لېږلو فرمان هم لاسلیک کړی دی.

دې مسئلې د امریکا او اروپا غبرګون پارولی دی او بایډن پر روسیې د بندیزونو وضع کولو فرمان لاسلیک کړی دی.

اوکراین بیا وایي دوی ته خپله خاوره ارزښت لري او اجازه به ور نه کړي چې روسیه یې ترې بېله کړي.

دمګړی روسي ځواکونه دغه دوو سیمو ته ننوتلي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي