د انسان پر روح او روان د تودې هوا اغېزې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

چاپیریال او هوا د انسان پر کړو وړو اغېزې لري، چې کېدای شي په یوه انسان کې د مثبت او منفي بدلونو لامل شي. موږ داسې هم نه شو ویلی چې د انسان ټول کړه او وړه په چاپیریال او هوا پورې اړه لري؛ خو له دې هم نه شو منکرېدی، چې چاپیریال او هوا د انسان پر کړو وړو اغېز لري او په انسان کې د مثبتو او منفي بدلونو لامل کېږي. دا چې توده هوا پر انسان څه ډول اغېزې لري او په انسان کې د کومو بدلونو لامل کېږي په دې لیکنه کې یې ولولئ.
د نړیوالو څېړنو پر اساس دا څرګنده شوې، چې د هوا د سانتي ګراد د درجې لوړوالی نه یوازې دا چې پر وجود اغېز کوي، بلکې پر روان د انسان هم اغېزې لري. څېړنو دا ثابته کړې، چې ډېره توده هوا د دې لامل کېږي، چې یو انسان خپل تمرکز له لاسه ورکړي او ژر له هر څه ستړی شي. که هوا له حده ډېره توده نه وي، په داسې حالت کې د ډېرو اوبو څښلو او مناسبو جامو پر اغوستلو سره پر انسان تاثیر نه کوي.

له تاوتریخوالي او پېښو سره د تودې هوا اړیکې:
د وروستیو څېړنو پر اساس دا څرګنده شوې، چې په ډېره توده هوا کې په کوچو او کورنیو کې د پېښو او تاوتریخوالي کچه لوړیږي. له ۲۰۰۵ کال څخه را په دېخوا چې کومې څېړنې شوي، په اوو پېښو کې یوه پېښه په هغو ورځو کې شوي، چې د هوا د سانتي ګراد درجه له ۲۵ درجو څخه لوړه وي؛ چې دا پېښې ځکه رامنځته کېږي، چې د تودې هوا له امله تمرکزه کم وي.

د الماني خبري شبکې د راپور له مخې دا څرګنده شوې، چې ډېرې پېښې د تمرکز د کموالي له امله را منځته کېږي. څېړنو دا ثابته کړې، چې له ۱۵ درجو د سانتي ګراد څخه په ټیټه تودخه کې ۴۷ سلنه پېښې کېږي، چې د دې پېښو رقم په لوړه تودوخه کې ۶۳ سلنې ته رسېږي.

پر کاري چاپیریال د تودوخي اغېزې:
تودوخه د نورو ستونزو تر څنګ په کاري چاپیریال هم ناوړه اغېزې لري، خصوصاٌ هغه کارونه چې له اتو ساعتو څخه ډېر وي. هغه د انسان پر تمرکز ناوړه اغېز کوي. هغه کسان چې ډېر خولې کېږي د هغوی پر روح او روان یې منفي اغېزې ډېرې وي.
د څېړنو پر اساس دا ثابته شوې، چې څومره چې د تودوخي درجه لوړیږي، د زړه درزا ورسره ډېریږي او تنده ورسره زیاتېږي.

په دې څېړنه کې د تعجب وړ ټکی دا دی، چې تودوخه د کار د میزان د کموالي لامل نه کېږي، بلکې خوب او ستړیا ورسره ډېریږي.

سربېره پر دې څومره چې د تودوخي درجه لوړیږي، هغومره د انسانانو، کورنیو، ډولو،خلکو او حتی هیوادونو تر منځ جګړه او تاوتریخوالی له ۴ تر ۱۴ سلنه پورې له عادي حالته زیاتېږي.

په دې سربېره تودوخه د کورني تاوتریخوالي لامل کېږي او د انسانانو تر منځ د زړه تنګۍ لامل کېږي. چې له امله یې انسانان له رواني ستونزو سره مخ کېږي.

دا او دې ته ورته ستونزې د تودې هوا له امله په ټولنه کې رامنځته کېدای شي.