خدای (ج) انسان ډېر ښکلی پيدا کړی دی او د اړتيا او ورځنیو غوښتنو سره سم یې انسان ته بېلابېل غړي او بېلابېلو غړو ته بېلابېلې وړتیاوې ورکړې دي.
د انسان د بدن غړي نه يوازې د هغه د ښکلا لپاره بلکې د هغه د اړتیاوو د پوره کولو او له دغو غړو څخه د غوره او سمې ګټې اخیستنې لپاره ورکړي دي.
کېدای شي د انسان د بدن په اړه ډېر معلومات ولرئ او د انسان د بدن د غړو شمېر درته معلوم وي، له دې ډلې هډوکي هم د انسان د بدن مهمه برخه جوړوي چې د ټول بدن د چوکاټ حیثیت لري. په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته په دې اړه معلومات درکړم چې د بدن تر ټولو ډېر هډوکي د بدن په کومې برخه کې دي او شمېر يې څو دی؟
لکه څنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه هډوکي د انسان د بدن مهمه برخه جوړوي چې د انسانانو بدن ټول ټال ۲۰۶ هډوکي لري او له دې شمېر څلورمه برخه هډوکي د انسانانوو په لاسونو کې دي، چې په ټولیز ډول د انسانانو لاسونه له ۵۴ بېلابېلو هډوکو جوړ شوي دي.
د انسان د بدن هډوکي د بدن ۱۴ سلنه وزن جوړوي او په لومړي سر کې د انسان د بدن له ۳۰۰ هډوکو نه جوړېږي. د وخت په تېرېدو او د عمر په لوړېدو سره د بدن هډوکو د شمیر له ۳۰۰ نه ۲۰۶ ته راښکته کېږي دا ځکه چې د سن په لوړېدو سره څو هډوکي يو کېږي او يو نوی هډوکی رامنځته کوي.
د يادونې وړ ده چې د انسانانو پښو هډوکي د لاسونو د هډوکو په پرتله دوه دانې کم دي. یعنې د انسانانو د پښو هډوکي شمېر ۵۲ ته رسېږي. چې د دې شمېر له مخې د انسان بدن نیم اسکلیټ په لاسونو او پښو کې سره راغونډ شوی دی.
لکه څنګه مو چې مخکې يادونه وکړه د انسان تر ټولو ډېر هډوکي د هغه په لاسونو کې موقعيت لري، خو د انسان تر ټولو اوږد هډوکی د هغه په پښو کې موقعيت لري.