امریکا وایي د سرتېرو د وتلو په موده کې یې که پر ځواکونو هر ډول ترهګریز برید کېږي نو له سخت او قوي ځواب سره به مخ شي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي د بایډن ادارې د ټولو اړخونو تر سنجولو وروسته د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده او د سپټمبر تر یوولسمې به دغه سرتېري وځي.
نوموړي ویلي دوی په دې موده کې تمه لري چې پر سرتېرو یې هېڅ ډول ترهګریز برید و نه شي، خو که له داسې کومې پېښې سره مخ شي په پوره قوت به سخت ځواب ورکړي.
کربي همدا راز زیاته کړې، دوی په افغانستان کې د طالبانو ټول فعالیتونه څاري او په خبره یې امریکا هېڅ وخت له دې غافله نه ده چې وضعیت کوم لوري ته روان دی.
نوموړی زیاتوي چې امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او اوس امریکايي چارواکي پر دې کار کوي چې له افغانستان سره په راتلونکې کې کومې امنیتي همکارۍ کولی شي.
هغه ټینګار کړی چې دوی به له افغان پوځ او افغان حکومت خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي، خو په دغه هېواد کې به پوځي حضور و نه لري بلکې پر ځای به یې ديپلوماتیک حضور پیاوړی شي.
کربي په افغانستان کې د ځينو هېوادونو راتلونکې لاسوهنې هم اندېښمنوونکې وبللې خو تمه یې ښوودلې چې افغانان په خپلو کې سره کېني او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د یادونې ده چې تېره ورځ امریکایي چارواکو وویل، واشنګټن له پوځي حضور پرته کولی شي په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د تروریستي ګواښونو مخه ونیسي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا هېواد د هر ډول ګواښونو په پام کې نیولو لپاره ابزار لري.
بل خوا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان هم ویلي چې واشنګټن کولی شي په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې لاس په کار شي.
سلیوان زیاته کړه چې واشنګټن په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د ده په وینا طالبانو ته یې پیغام واضح دی.