امریکا طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که سوله و نه کړي نو دوی به د جمهوریت غوښتونکو تر څنګ ودرېږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې لپاره یې په نړیواله او سیمه ییزه کچه هڅې روانې دي خو طالبانو ته په کار د چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي.
هغه په ټوېټ پیغامونو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که سوله و نه کړي نو دوی به د جمهوریت غوښتونکو افغانانو ترڅنګ درېږي او ملاتړ به یې کوي.
خلیلزاد زیاته کړې، چې د دواړو لورو مشرانو ته په کار ده چې د څلوېښت کلنې جګړې د ختمولو لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي او هڅه دې وکړی چې د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره نرمښت وښيي.
نوموړی همدا راز زیاتوي، چې له تاشکند نیولې تر کابل او جرمني یې د سفر موخه د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول دي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو او امریکا پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره روان تاوتریخوالی کم کړي او پسرلنۍ نااعلان شوې جګړه پای ته ورسوي.
دغه هېوادونو په یوه شل ماده ییزه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ ملاتړي دي او په دې باور دي چې په دغه هېواد کې د زور حکومت بریا ته نه رسېږي.
دوی د روانې جګړې او تاوتریخوالي پړه هم پر وسله والو طالبانو اچولې ده او له دغه ډلې یې غوښتي چې ژر تر ژره روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
ددوی په خبره طالبانو ته په کار ده چې نااعلان شوي پسرلني عملیات هم ودروي او پر ځای یې مذاکرات چټک کړي.
امریکا او د اروپايي ټولنې غړو هېوادنو تمه ښودلې چې بین الافغاني خبرې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسول شي.
دا خبرې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت د طالبانو تاوتریخوالی زیات شوی او د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې شدیدې جګړې روانې دي.