د افغانستان فوټبال ته یو بل ویاړ!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: صابرحميدي
د فیفا عمومي رئيس افغان فوټبال فدراسیون او طوفان هریرود ته د اتلولۍ مبارکي ویلې.
د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر جیاني اینفانتینو افغان فوټبال فدراسیون ته یو لیک لیږلی او د افغانستان فوټبال فدارسیون ټولو مسئولینو، غړو او د دې ترڅنګ په غوره لیګ کي اتلي ئې لوبډلي طوفان هریرود ته د لومړي مقام مبارکي ویلې.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ څه موده مخکي د ۸ بېلابیلو لوبډلو ترمنځ کابل کي ترسره سوې، چي پکښي طوفان هریرود لوبډلي لومړی مقام خپل کړ.
طوفان هریرود په دوو کلنو کي پرلپسې، خو په عموم کي ئې بیا د درېیم ځل لپاره د افغان غوره لیګ سیالۍ وګټلې.

په همدې موخه د فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون عمومي مشر جیاني اینفانتینو د افغانستان فوټبال فدراسیون مسئولینو او غړو ته په یاد لیګ کي د ښه مدیرت او ښه ترسره کولو له امله مبارکي ویلې.
هغه د افغانستان فوټبال فدراسیون مسئولینو ترڅنګ په افغان غوره لیګ کي د طوفان هریرود ته د لومړي مقام خپلولو لپاره مبارکي ویلې.
د هغه په وینا«ډېر خوشحاله یم، چي اورم په افغان غوره لیګ اتم پړاو سیالیو کي طوفان هریرود لوبډلي لومړی مقام خپأ کړی. غواړم دې لوبډلي ته د اتلولۍ په پار خپلي نیکي هیلي وړاندي کړم.
بیله شکه چي د دې لوبډلي لوبغاړو ډېري هڅي وکړې او ځان ئې اتلولۍ ته ورساوه. زه د دې ټیم روزونکي او مسئولینو ته هم مبارکي وایم او هیله لرم، چي دوی همدا لاره تعقیب کړي. په همدې موخه د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغان فوټبال فدراسیون څخه چي د لوبغاړو ترمنځ یووالي او اتفاق ته پاملرنه کوي ملاتړ کوو».
د فوټبال نړیوال فدارسیون مشر جیاني انفانتینو په دې وروستیو کي د افغانستان فوټبال ته زیاته پاملرنه اړولې او د ستونز د حل لپاره ئې افغان فوټبال فدراسیون ته ډاډ ورکړی.