د افغانستان د کريکټ زوال او د پاکستان رول

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کريکټ بورډ او پاکستان کریکټ بورډ ترمنځ ښې اړيکي چې څومره د ملي لوبډلې لپاره ګټورې دي تر هغه ډېر زيان لري.

د افغانستان د کریکټ راپورته کېدل،تر بشپړ غړيتوب پوري رسول او د کریکټ نړيوالي شورا په رسمي غونډو کي د افغان لوبډلي ملاتړ هغو هيوادونو کاوه او کوي يې چې د اوس لپاره د پاکستان سره د کريکټ په برخه کې ښې اړيکې نلري.

د افغانستان کريکټ اوس په خورا مهم او مبهم حالت کې دی، ځکه د نظام د بدلون تاثرات،د کریکټ بورډ د رهبرۍ تغير،  د لوبغاړو ناهيلي او نړيوال جام هغه څه دي که موږ لږ بېغوري وکړو ،څو کلونه مو ترشا بېولای سي،خو که د کریکټ د ډوبېدو څخه د ژغورلو غوښتنه د پاکستان څخه کوو نو بيا په لوی لاس د کریکټ د مهمو هيوادونو ملاتړ له لاسه ورکوو او په لوی لاس د افغانستان کريکټ بې اهميته کوو او پر ميدان يې يوازې پرېږدو.

د پاکستان جوړښت داسې دی چې په هيڅ حالت کې د افغانستان د بقا او پرمختګ لپاره ښه نيت نلري او هيڅکله نغواړي چې افغان کریکټ دې د هند سره ښې اړيکې ولري،خو اوس ځان د افغان لوبډلي خواخوږی ښيي او غواړي پدې ډول خپل تاثر او انحصار واقع کړي.

افغان کریکټ بورډ ته پکار ده چې د پاکستان په وړاندي خپل پخوانی سياست روان وساتي،دومره زړه ورنيږدې نکړي چې اخر مو له ځان څخه هند،اسټراليا،نيوزلينډ او انګلينډ خوابدي کړي وي،ځکه دا هيوادونه د یوبل سره ښې اړيکي لري او تر ډېره د هند هر نظر ورسره تائيدوي.

که عزيز الله فضلي پاکستان ته سفر کوي نو جوته خبره ده چې د کریکټ د ډېرو مهمو هيوادونو سره به د افغانستان د کریکټ اړېکي بېخونده کېږي ، نه به یې بيا هند دفاع کوي او نه به هم ورسره ښې اړيکي پالي،پداسي حال کي چي پاکستان خپله د کريکټ په برخه کې تر غوږو غرق دی،نيوزلينډ پر تش ميدان پرېښود،انګلستان ورسره لوبلړۍ وځنډوله او د افغانستان کريکټ تېري ادارې هم د ملي لوبډلې د ورتګ څخه انکار وکړ.

اوس به د کریکټ د نړيوالې شورا په هره غونډه کې پاکستان خپل د ځان د ژغورلو او شکاياتو لپاره مبارزه کوي،پدې حالت کې يې نه افغانستان په يادېږي او نه هم دومره خواخوږي دي چې خپل يو عالم ستونزې به پرېږدي او د افغانستان د کریکټ د راتلونکې لپاره به زارۍ کوي.

احتياط پکار دی او اړتيا ده چې په دې ننګونکې حالت کې افغان کريکټ خپل پخوانی قوي شريک هندوستان له لاسه ورنکړي.