د افغانستان د څارنې لپاره امریکا پاکستان ته ارشد ديپلومات معرفي کړی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

امریکا په افغانستان کې د وضعیت د څارلو لپاره په پاکستان کې خپل نوی ارشد ديپلومات معرفي کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن غواړي په افغانستان کې وضعیت مدیریت کړي چې له امله یې ډونالډ بلوم په پاکستان کې د ځانګړي ارشد ديپلومات په توګه معرفي کړی دی.

هغه به دلته رامنځ ته شوی وضعیت ارزوي او په دې تړاو به د بایډن استازیتوب کوي. ډونالډ تر دې وړاندې په تونس کې د امریکا سفیر و.

په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

امریکا غواړي چې له افغانستان د خپلو سرتېرو تر وتلو وروسته دلته خپله څارنه ډېره کړي او دلته د پېښېدونکو ګواښونو پر وړاندې پر وخت اقدام وکړي.

د یادونې ده چې نن د امریکا د خزانې وزارت ویلي، چې پر طالبانو به بندیزونه دوام کوي.

د امریکا د خزانې وزارت مرستیال چې ددغه هېواد کانګرس ته وربلل شوی و، وایي دوی د افغانستان د شاوخوا ۹ میلیارده ډالره شتمنۍ د کنګل مسئلې ته ادامه ورکوي او په خبره یې دا مهمه ده چې پر طالبانو بندیزونه دوام وکړي.

هغه ویلي دا د افغانستان د خلکو شتنمي ده او باید د طالبانو لاس ته و نه لوېږي.

د امریکا د خزانې وزارت ددې تر څنګ ویلي چې افغانستان ته د بشري مرستو رسول هم مهم دي او ښه به وي چې ددې شتمنۍ له ازادولو پرته پر نورو لارو چارو فکر وشي او دغه هېواد ته بشري مرستې ورسول شي.

په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم امریکا په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده چې له امله یې په افغانستان کې اقتصادي ناورین په رامنځ ته کېدو دی.

بلخوا تېره ورځ نشنل انټرسټ نشریې په یوه اوږده مطلب کې په افغانستان کې د امریکا فعالیتونو، د امریکایي چارواکو څرګندونو او روان وضعیت ته کتنه کړې ده.

سرچینه کاږي د امریکایي چارواکو له څرګندونو او دغه راز په افغانستان کې له روان وضعیت ښکاري چې په دغه هېواد کې د امریکا جګړه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې د جګړې تکتیک بدل شوی او د حضوري جګړې پر ځای غواړي د ډرون په وسیله خپل هدفونه په نښه کړي.

نشنل انټرسټ د امریکا دغه ډول احتمالي اقدامات غندي او په خبره یې که امریکایي چارواکي په افغانستان کې بله هر ډول مداخله وکړي او یا په نورو د جګړو د دوام په لټه کې وي دا به امریکا او د دوی متحدینو ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي