ددغه کنفرانس په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او جګړې بوږنوونکې دي او ددې جدي اړتیا ده چې په دغه هېواد کې دایمي اوربند رامنځ ته شي او دایمي سولې ته زمینه برابره شي.
همدا راز د کنفرانس ګډونوالو هېوادونو ژمنه کړې چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره بشپړه او هر اړخیزه همکاري کوي او تمه لري چې دغه هېواد کې روانې جګړې ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
په اعلامیه کې له افغانستان سره د سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه ییز اتصال په برخه کې هم د همکاریو ژمنې شوې دي.
د یادونې ده چې د اسیا زړه ـ استانبول پروسې ناسته تېره ورځ د غړو هېوادونو د چارواکو په ګډون پیل شوه.
په دې ناسته کې د پنځوسو هېوادونو او سازمانونو استازو د افغان سولې او سیمه ییزې اجماع په تړاو خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، میرویس ناب، په ناسته کې د سیمې له هېوادونو په هېواد کې د اوربند لپاره د هڅو غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل، د سولې خبرې به هغه وخت اغېزناکې وي، چې پایله یې خپلواک، یو موټی او دموکراتیک افغانستان وي، او همداراز په کې د افغانستان د ټولو اقشارو حقونه خوندي وي.
د هغه په وینا د افغانستان سوله د سیمه ییزو همکاریو، د سیمه ییز اتصال او د سیمې د اقتصادي پراختیا پیلامه ده.
هیره دې نه وي چې د دغه کنفرانس په یوه څنډه کې افغانستان او تاجیکستان په بېلو برخو کې د همکاریو پنځه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د ارګ د معلوماتو له مخې، دغه هوکړه لیکونه د ولسمشر غني او د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان په حضور کې په سیاسي، امنیتي، سوداګریزو، ترانسپورټي، ترانزیټي، انرژۍ او فرهنګي برخو کې د دواړو هیوادونو د اړوندو مسوولینو له لوري لاسلیک شوي دي.
د دغه کنفرانس په دوام کې ولسمشر غني د یو شمېر هیوادونو له استازو سره ولیدل او هغوې ټولو په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د همکاریو ژمنې تازه کړي.