د اروپايي نړۍ ۱۳ ځیرک/ نابغه انسانان

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه
۱- چارلز دیکنز: د آی کیو کچه یې ۱۶۵ وه. لیکوال، شاعر، ټولنیز منتقد و. د ادبي شهکارونو له امله یې پېژندل شوی او شهکارونه یې دا دي: سترې هیلې، الیور ټویسټ، د کریسمس سندره، ډیویډ کاپر فیلډ. د نړۍ ستر رومان لیکونکی هم و.
۲-رافایل: د آی کیو کچه یې ۱۷۰ وه. د رنسانس دورې ایټالیايي وګړی، د دواینچي او میکل آنژ هممهالی، نقاش، معمار او د رنسانس دورې د درې ګونو سترو استادانو له ډلې و. مشهور اثار یې: د مونډ مصلوبول، د مسیح د جسد لېږدول، د څېرې بدلول.
۳- مایکل فارادې: د آی کیو کچه یې ۱۷۵ وه. انګلیسي پوه و چې رسمي زده‌کړې یې بیخي کمې کړې وې. په اکټرومقناطیس او الکټروشیمي کې یې پرمختګ کړی و. مشهوره قانونونه او کړنې چې د ده په نوم نومول شوي دا دي: د فارادې د القا قانون؛ اثار یې: د فارادې قفس، د فارادې پاراډاکس، د فارادې څرخ، د فارادې موج/څپه.
۴: باروخ سپینوزا: د آي کیو کچه یې ۱۷۵ وه. هالنډی فیسلوف و چې د روڼ اندۍ په بنس‍ت اېښودو کې یې ستره ونډه ده. د کلیسا ځای ځایګی یې وننګاوه. د اخلاق په نوم شهکار یې د سترو علمي، سیاسي او اقتصادي بدلونو لامل شو.
۵- مایکل آنژ: د آی کیو کچه یې ۱۷۷ وه. ایټالیايي نابغه چې په رنسانس پېر کې اوسېده. مجسمه توږونکی، نقاش، معمار/مهندس او شاعر و. شهکارونه یې: داوود، پیه‌تا، سیسټین کلیسا، د قضاوت ورځ، د آدم خلقت دي. ځینې پوهان لا پر دې اند دي چې دی د ټولو پېرونو تر ټولو ستر هنرمند و.
۶-دسیدریوس اراسموس: د آي کیو کچه یې ۱۷۷ وه. هالنډي انسان‌پالونکی،‌خدای پېژندونکی، ټولنیز منتقد و. کله چې کاټولیکان او پروټسټان سره اخته و، ده داسې انسان‌پالونکي‌ تخنیکونه سره راغونډ او یوه ټولګه یې ترې جوړه کړه چې په هغه کړکېجن وخت کې ډېر اغېزناک واېسېدل.
۷- رنه‌دیکارټ: د آی کیو کچه یې ۱۷۷ وه. فرانسوي فیلسوف، ریاضي‌پوه، لیکوال و. د اثارو له امله یې د مډرنه پېر د فلسفې پلار ورته وايي. تاملات کتاب یې اوس هم د فلسفې د معتبر کتاب په توګه د نړۍ په ډېریو پوهنتونو کې تدریسېږي. د ریاضیکي لاسته راوړنو له امله مشهور دی. لاسته راوړنې یې: ډیکارټي مختصات، د الجبر او هندسې پیوند.
۸- ګالیلیو ګالیله: د آی کیو کچه یې ۱۸۲ وه. ایټالیايي فزیکپوه، ستورپوه، ریاضی‌پوه او فیلسوف و. موږ یې ډېر د ټلسکوب پر اختراع پېژنو؛ خو دا یې د لاسته راوړنو یوه کوچنۍ ذره ده. سماوي اجرام لکه: کالیسټو، ګالیله‌یي، د اروپا سپوږمۍ،  ګانیمیډ او آیو سپوږمۍ یې کشف کړي دي.
۹-جان سټوارټ مېل: د آی کیو کچه یې ۱۸۲.۵ وه. انګلیسي سیاسي اقتصادپوه او فیلسوف و. هغه د لیبرالیسمي چوپړتیاوو له امله پېژندل شوی دی.
۱۰- ګوټفریډ وېلهلم لایبنیتس: د آی کیو کچه یې ۱۹۱ وه. آلماني فیلسوف او ریاضي‌پوه و. ده له نیوټونه د مستقل حساب په جوړولو کې ونډه درلوده او میخانیکي شمېر ماشین یې جوړ کړ چې اوس موږ غوندې عادي کسان ډېر پېچلي حسابونه پر همدې ماشین تصفیه کوو.
۱۱- آیزاک نیوټون: د آی کیو کچه یې ۱۹۲ وه. د انګلستان ریاضي‌پوه او فزیکپوه و. د ریاضي د پوهې د ډېرې برخې مبدع ګڼل کېږي. د طبیعي فلسفې د ریاضي اصول یې اغېزناک اثر دی.
۱۲- لیونارډو داوینچي: د آی کیو کچه یې ۲۰۰ وه. د رنسانس دورې ایټالیايي نابغه و. د تاریخ تر ټولو ځيرک انسان د علم او هنر برخه کې رسېدلی کس و. هغه د مونالیزا د ټابلو له امله وپېژندل شو. ریاضي‌پوه، مهندس، مخترع، مجسمه توږونکی، معمار، ځمکه‌پېژندونکی، نقشه جوړوونکی، بو‍ټي‌پېژندونکی او لیکوال و.
۱۳- یوهان ولفګانګ فون ګوېټه: د آی کیو کچه یې ۲۲۰ وه. شاعر، رومان لیکونکی، نمایشنامه لیکونکی، سیاستمدار او الماني ډیپلوماټ و. د دغو اثارو له امله پېژندل کېږي: د ځوان ورټر رنځونه، توپان او تلاطم، فاوسټ. سره له دې چې د ادبي نابغې په نوم پېژندل کېږي؛ خو په طبیعي علومو کې یې هم لوی لاس لاره.