ژباړه
کوم خواړه چې موږ یې مصرفوو، په نامستقیم ډول په بډوډو اغېر ښندي؛ ځکه دنده یې له مېټابولېزم وروسته په ځيګر کې مغذي موادو څخه د اضافي موادو او زهرو فلټر کول دي.
د یوه سالم خوړنیز رژیم درلودل د بډوډو د روغتیا لپاره زیات ارزښت لري. که ګردو ته مضر خواړه زیات مصرف شي، ممکن ستونزې پيدا کړي.
دلته په لیکنه هغه پنځه ډوله خواړه چې د بډوډو لپاره زیان رسوي، درپېژنو.
١ – سره غوښه او زیات پروټین لروونکي خواړه؛
پروټین په بدن د انرژۍ مهه سرچینه ده، خو زیاته اندازه یې زیان رسوونکي دي. اضافي پروټين په بدن کې نه ذخیره کېږي، نو باید د بډوډو له لارې فلټر شي. پروټین په کمه اندازه په اسانۍ فلټر کېږي خو لوړه کچه یې په بډوډو فشار راوړي.
پردې سربېره چې سره غوښه بډوډو ته د زهرو په څېر ده، د ناروغۍ د زیاتېدو سره هم اړیکه لري. د اوریک اسید لوړه کچه چې سره غوښه یې په بدن کې تولیدوي، د ګردو د تیږو سبب ګرځي او دنده یې ستونزمنه کېږي.
٢ – مالګه؛
هر کس د بدن د چارو د تنظیم لپاره په خوړو کې مالګې ته اړتیا لري، خو ډېره مالګه له هر پلوه مضره ده. په وینه کې زیاته مالګه سبب کېږي چې بډوډي ډېر مایعات ذخیره کړي او همدارنګه کولای شي په بډوډو کې د سوډیم او پوتاشیم تعادل بدل او عمومي کړنه یې ګډوډه کړي.
همدارنګه سوډیم د ادرارو کلسیم زیاتوي، چې کولای شي د ګردو د کاڼو سبب شي، په ځانګړې توګه په هغو کسانو کې چې د وینې لوړ فشار مخینه لري.
٣ – کافیین؛
په منځنۍ کچه د قهوې کارول بدن ته ګټوره تمامېږي، خو زیات کافیین د بډوډو لپاره زهري تمامېږي او د زیانمن کېدو سبب ګرځي. کافیین محرکه ماده ده چې د وینې د جریان او فشار لوړېدو لامل ګرځي، چې بډوډي اغېزمنوي.
یوې څېړنې څرګنه کړې چې کافیین په ادرارو کې کلسیم زیاتوي او دا د ګردو تيږې رامنځته کوي حتا هغوی چې د دې ناروغۍ لپاره وړ نه دي.
٤ – څښاکونه؛
څېړنو روښان کړې چې د دوو یا څو ګاز لرونکو نوشابو څښل، په ورځني ډول ممکن د بډوډو دوامداره ناروغۍ ګواښ زیات کړي.
ګاز لرونکې او انرژي لرونکې نوشابې دواړه د بډوډو د تیږو جوړېدو سره اړیکه لري.
٥ – مصنوعي خواږه کوونکي؛
مصنوعي خوږوونکي د ١٩٠٠ په لومړیو کې، په ټولو څيزونو کې له نوشابو نیولې بیا د شکر ناروغانو ځانګړو خوړو پورې موندل کېږي. مروجه یې اسپارتام ده چې د بډوډو لپاره، زهري ماده ده چې کولای شي ډېر ناوړه اغېزې پر بډوډو وښندي.
عامه پایله یې، د ادرارو سره د کلسیم بهر کېدل دي چې د بډوډو کاڼي جوړوي.
یوې څېړنې څرګنده کړه هغه کسان چې د ګاز لروونکو نوشابو څخه ګټه اخلي، د بډوډو د ټنبلۍ او کم فعالیت شاهدان دي.