دغه نهه ټکو ته نه پاملرنه، بدن ته جدي ستونزي رامنځته کوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه

زموږ بدن یو میکانیزم دی، چې په یوه وخت ډېری پېښې پکې رامنځته او ډېری وختونه موږ ته د خپل کمښت په اړه وایي. که چېرې دا ګواښونه نادیده ونیسو د سختو ستونزو سبب کېږي.

بېخوبي، ژر خفه کېدل او د پښو د عضلاتو شخي؛

که دا ستونزې لرﺉ بدن مو مګنیزیم او پوتاشیم ته اړتیا لري. د پوره کېدلو په خاطر یې رومیان، کینو، کیله او پالک مصرف کړﺉ.

د پوستکي وچوالی؛

د پوستکي وچوالی د وېټامین اي د کمښت نښه ده. نو اړینه ده چې سابه، غوړي مغزباب او د کب غوښه زیاته وکارول شي.

خوږو ته ډېره لېوالتیا؛

کله کله ناڅاپي خوږو ته ډېر لېواله کېږو. ممکن لامل یې اسټرېس، ژورخفګان یا ستړیا اوسي. نو بدن د ګلوکوز غوښتنه کوي. د دې لپاره چې چاغ نشﺉ نو ککاو یا عسل وخورﺉ.

د یخ/ کنګل خوړل؛

که مو یخ خوړو ته ډېر زړه کېږي ممکن د وینې کمښت ولرﺉ. د اوسپنې کمښت درملنې لپاره غوښه او د چرګې هګۍ ګټور دي. غوره ده په دې برخه کې د روغتياپال سره مشوره وکړﺉ.

د ورۍ وینې کېدل؛

که د غاښو وينځلو پر وخت مو ورۍ وینه کوي، نو د وېټامین سي کمښت لرﺉ. د درملنې لپاره یې دا خواړه وخورﺉ: مرکبات، پالک، سره او شنه مرچ، رومي، کاهو او بروکلي.

ماتېدونکي وېښتان او نوکان؛

مات مات وېښتان او نوکان د وېټامين بي د کمښت نښه ده. د دې وېټامین د پوره کېدو لپاره شیدي او مرخيړي زیات مصرف کړﺉ.

د سترګو د تور شاوخوا لکې؛

دا ستونزه معمولا د پنځوس کلنۍ وروسته پيدا کېږي او په بشپړ ډول طبیعي دي، خو که د ځوانانو لپاره پېښ شي ناعادي ده او د وینې د لوړې کچې کلسترول څرګندونه کوي. نو باید روغتیاپال ته مراجعه وکړﺉ.