يوه مشهوره اصطلاح ده چې وايي شهرت ښه دی، خو له شهرت نه محبوبيت څو برابره غوره دی. د هر انسان نیت او اخلاص د هغه له رويې او اخلاق نه ښکاري او هر انسان چې ښه اخلاق ولري، ټول په دې پوهېږي چې هغه غوره انسان دی او نورو ته پاک نیت لري، خو ايا کله مو فکر کړئ چې څنګه غوره شخصیت لرلای شو او څنګه د نورو پر زړونو پادشاهي کولای شو؟ په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته په دې اړه معلومات درکړو، که غواړئ په دې اړه معلومات ترلاسه کړئ، لیکنه تر پایه ولولئ!
لومړی_ له نورو سره مرسته وکړئ!
که غواړئ چې د خپلو شاوخوا خلکو زړونه لاس ته راوړئ، له هغوی سره مرسته وکړئ او مهربانه و اوسئ! مهرباني او مرسته په دې نړۍ کې ډېر ارزښت لري. په دې نړۍ کې هر انسان د نورو مرستې ته اړتیا لري او هر انسان کولای شي چې په بېلابېلو برخو کې له نورو سره مرسته وکړي. نو هر کله چې نورو مرستې ته اړتيا درلوده او تاسو کولای شو چې له هغوی سره مرسته وکړئ، د هغوی مرستې ته ځان ورسوئ! په دې باور وکړئ که په نړۍ کې ټول انسانان له يو بل سره مرسته وکړي، نړۍ به ډېره ښکلي شي. هڅه وکړئ چې کله له يو چا سره مرسته کوئ، د خپلو مرستو په بدل کې له هغوی نه کومه تمه ونه لرئ، همدا بسنه کوي چې ستاسو مرسته د يوه انسان د ژوند ستونزې له منځه يوسي او د هغه په زړه کې تاسو ته ځای جوړ کړي. اړينه نه ده چې تل به له يو چا سره مادي مرسته کوئ، کله کله انسانان ستاسو ډېرو وړو مرستو ته چې ستاسو هېڅ ډول لګښت پکې نه کېږي اړتیا پيدا کوي، نو هڅه وکړئ چې له نورو سره مرسته وکړئ او د هغوی زړونه او د خير دعا لاسته راوړئ.
دویم_ له نورو سره مودبانه چلند وکړئ!
د نورو د زړونو د لاسته راوړلو لپاره تر ټولو ښه لار دا ده چې له نورو سره په ادب رويه وکړئ، کله چې تاسو نورو ته درناوی کوئ او له هغوی سره مؤدبانه چلند وکړئ، هغوی په دې پوهېږي چې تاسو څومره مودبه يئ او هغوی ته ارزښت ورکوئ، ځکه نو د هغوی په زړونو کې تاسو ته مينه پيدا کېږي او ورته ارزښت پيدا کوئ. هر کله چې له نورو سره مخ کېږئ، هغوی ته په کلکه لاس ورکړئ او که شونتیا یې وه په غیږ کې یې ونيسئ، ښکل یې کړئ او د حال پوښتنه یې وکړئ! کله چې څوک ستاسو د کور دروازه ټکوي، دروازه ورته خلاصه کړئ او ورته بلنه ورکړئ چې کور ته مو دننه شي. دې ته ورته سلګونه نورې کړنې هم شته چې ستاسو د ادب او ښوو اخلاقو استازیتوب کوي، نو هڅه وکړئ چې په خپل ورځني ژوند کې دا کړنې ترسره کړئ او د نورو زړونه لاس ته راوړئ!
درېیم_ رښتیني و اوسئ!
د دې لپاره چې د نورو زړونه وګټئ، رښتيني و اوسئ او دوه مخي مه کوئ! د یوه ښه انسان تر ټولو غوره ځانګړنه د هغه رښتينولي ده. هېڅوک هغه انسان نه خوښوي چې دروغ وايي، يا دوه مخي کوي او یا هغه ته درناوی نه کوي. هغه انسانان چې دروغ وايي يا دوه مخي کوي په ټولنه کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او هېڅوک هغه ته درناوی نه کوي، نو د دې لپاره چې د نورو په زړونو کې ځای ولرئ او هغوی درته درناوئ وکړي له دوه مخي او دروغ ويلو نه ډډه وکړئ! هېڅکله هڅه مه کوئ چې د دوه مخي او دروغو په واسطه په ټولنه کې ځان ته ځای جوړ کړئ، ځکه چې دروغ هېڅکله پټ نه پاتې کېږي او يوه ورځ حتماً نور په دې پوهېږي چې تاسو دروغ ويلي دي. هڅه وکړئ چې تل رښتيني و اوسئ او رښتيا ووايئ، تر څو وروسته د پښيمانۍ او ګناه احساس ونه کړئ!
څلورم_ بښونکي و اوسئ!
ښه او مهربانه انسان بخښونکی او سخاوت منده وي او لوی زړه لري. هغوی نورو ته د وړو ډاليو په ورکولو سره خپله مهرباني ښيي او ان له هغو انسانانو سره چې اقتصادي وضیعت یې ښه نه وي، مرسته کوي. د دې ترڅنګ خپل ډېر وخت نورو ته د مرستې لپاره ځانګړی کوي. سخاوت منده انسان تر ټولو غوره انسان دی او هر څوک چې دغه ځانګړنه ولري، هغه له نورو سره مينه لري او غواړي چې تل له نورو سره مينه او مرسته وکړي. هغه انسانان چې بخښوونکي او سخاوت منده وي د خپلو مرستو په بدل کې له نورو نه هېڅ ډول تمه نه کوي، نو تاسو هم هڅه وکړئ چې سخاوت منده و اوسئ او د نورو زړونه لاسه ته راوړئ!
پينځم_ د نورو نومونه زده کړئ!
د ځينو انسانانو په وينا، له نورو سره د خبرو کولو پر مهال د هغوی د نوم کارول تر ټولو غوره غږ دی. ځکه نو د نورو نومونه زده کول او هغوی ته د هغوی په نومونو غږ کول مهم دی او د دی لامل کېږي چې نور له تاسو سره مينه ولري. کله چې په خبرو کې د يو چا نوم اخلئ هغه خوشالېږي او فکر کوي چې تاسو ته ارزښت لري، ځکه مو د هغه نوم زده کړی دی، خو برعکس کله چې د يو چا نوم هېروئ هغه خپه کېږي او فکر کوي چې تاسو ته ارزښت نه لري، له همدې امله تاسو د هغه نوم هېر کړی دی. کله چې له يو چاسره د لومړي ځل لپاره وينئ، له هغه نه د هغه د نوم پوښتنه وکړئ او زده یې کړئ، کله چې له هغه سره بيا وينئ، په خپلو خبرو کې د هغه نوم وکاروئ، خو پام مو وي، چې لويانو ته د نوم پر ځای د هغوی لقب وکاروئ!
د پورتنیو ټولو ځانګړنو ترڅنګ چې په نننۍ لیکنه کې مو تاسو ته تشریح کړې، ځينې نورې ځانګړنې هم شته چې له تاسو سره د ښو اخلاقو په درلودلو او د نورو د زړونو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي. چې انشاءالله د ياران ويبپاڼې د همدې لیکنې په نورو برخو کې به یې تاسو ته تشريح کوو.