لیکنه: سکاټ هالفورډ
ژباړه: غازي عابد
د تصمیم نیول د یوه رهبر او مدیر لپاره یو سخت چیلنج دی. اکثره رییسان د پریکړو او تصمیم نیولو په برخه کې ډیر ویریدونکي او زړه نازړه وي.
هغه تصمیم هیڅ تصمیم نه دی چې په ځنډ او خنډ سره ترسره کیږي، ځکه غوره تصمیم هماغه دی چې په خپل وخت سره ونیول شي.
دلته پنځه هغه نقطې درسره شریکوو چې د غوره تصمیم نیولو کې درسره مرسته کوي:
۱- بشپړوالی ودروئ.
هر هغه شخص چې غواړي ښه تصمیم ونیسي، اړ دی چې په یوازې يې جوړ نه کړي، ځکه انسان پوره نه دی او نیمګړی دی. که چیرته نور هم په تصمیم او پریکړه کې برخه ولري ممکن ښه تصمیم یې نیولی وي. همداراز باید دا هم په یاد وي چې ځینې نیمګړتیاوې به خامخا موجودي وي، کیدای شي بیخي حل نه شي، نو دغسې مهال باید دا ومنو چې نیمګړتیاوې په کې پیدا کیږي او تیریدای شي. که تر خپله وسه هڅه وشي او حل نه شي، خیر دی څه پروا نه کوي.
۲- باید ازاد لاسی اوسې.
دا هم خورا ضرور ده چې موږ باید د خپل تصمیم نیولو په خوا کې له نورو خلکو سره د مشورې ترڅنګ ګڼې نورې سرچینې هم وپلټو. مثلاً د ځینو پوهانو ویناوې، مخکې ترسره شوي تصمیمونه او پریکړې او نور هغه څه چې مرسته درسره کولی شي. په اوس وخت کې په انټرنیټ کې ډیر څه شته چې ترې په استفادې موږ ښې نقطې او مشورې راټول کړی شو.
۳- مغز یو شیبه ارام او فکر ته پریږدئ.
که چیرته له داسې ستونزو سره مخ شئ چې په خپل تصمیم کې یې خنډ بولئ، نو هڅه وکړئ چې خپل مغز او ذهن یوه شیبه دمه کړئ او په دې فکر وکړئ چې اوس کوم یو انتخاب کړم. هر هغه چې ستاسې د تصمیم سره حد اقل سمون خوري او ورسره ډیر زیان نه لیدل کیږي، نو د حل د ممکنه هڅو وروسته، هماغه انتخاب کړئ.
۴- ستونزه درک او ورته لاس په کار شئ.
که چیرته دې احساس کړه چې ستاسې په نیول شوي تصمیم کې یوه ستونزه رامنځته شوې، نو سمدلاسه ورته لاس په کار شه، که ممکنه وي حل یې کړه. داسې مه کوه چې کار دې نیمګړی کړی وي، خو په خپله تیروتنه یا اشتبها سترګې پټوې، دا کار مو غټ تصمیم ناکامولی شي، غوره ده چې اعتراف پرې وشي او بیا ورته د حل لارې غم وشي.