دا خبرې هېڅکله هېچا ته مه وايئ!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
د هر انسان په ژوند کې داسې رازونه او خبرې شته چې د هغه لپاره ډېر ارزښت لري او نه باید نورو ته وويل شي، ځکه کېدای شي د‌ دغو‌ خبرو ويل ستاسو ارامښت له منځه يوسي او ستاسو د پرمختګ پر وړاندې خنډ شي.
کېدای شي تاسو د خپل روح د ارامښت او يا د مشورې لپاره خپلې خبرې او رازونه له نورو سره شريکې کړئ خو په حقیقت کې د ځينو رازونو او خبرو ويل تاسو ته ډېر زيانونه رسولای شي. ايا تاسو خپل رازونه پټ ساتئ او يا يې له نورو سره یې شريکوئ؟
ډېرې خلک وايي چې رازونه مو په خپل زړه کې مه ساتئ، ځکه چې د رازونو ساتل ستاسو عاطفې ته زيان رسولای شي خو بیا هم ځينې داسې رازونه شته چې په ويلو يې ځان ته ستونزې جوړولای شئ. نو ښه به وي چې دا ډول رازونه په خپل زړه کې وساتئ او هېچا ته یې ونه وايئ. کله کله د خبرو او رازونو پټ ساتل تاسو برياوو ته رسولای شي.
په دغې لیکنه کې غواړم تاسو ته ځينې هغه خبرې او رازونه په نښه کړم چې ويل یې تاسو ته لویې ستونزې جوړولای شي او ستاسو لپاره به یې پټ ساتل غوره وي، په دغې لیکنه کې چې د کومو خبرو او رازونو يادونه کوم کومې حیرانونکې او یا له فکر نه لرې خبرې نه دي، بلکې هغه ساده خبرې دي چې کېدای شي په ناپوهۍ کې یې تاسې هم نورو ته ووايئ، نو که غواړئ چې په دغو خبرو پوه شئ نننۍ لیکنه تر پایه ولولئ!

لومړی: شخصي ژوند

ستاسو شخصي ژوند نورو سره هېڅ تړاو نه لري او له نورو سره ستاسو د شخصي ژوند په اړه غږېدل د دې لامل کېږي چې نور ستاسو په اړه قضاوت وکړي او پر تاسو نيوکې وکړي. کله چې د خپل ژوند په اړه ټاکنه کوئ باید خپل ځانته پکې ډېره پاملرنه وکړئ، ځکه ستاسو دا کړنه تاسو د نورو له اضافي نظرونو نه چې کېدای شي ستاسو په خوښه نه وي، لرې کوي.
د خپل ژوند شخصي خبرې د راز په توګه له ځان سره وساتئ او د خپل ژوند ټول اړخونه، اړيکې او خبرې له ځان سره وساتئ او له نورو سره یې مه شريکوئ! ستاسو دغه کړنه د دې لامل کېږي چې په ټولنه کې تاسو ته د هغو کسانو په پرتله چې خپل ټول رازونه او خبرې نورو ته وايي، ډېر احترام وشي. نو هڅه وکړئ چې په هر حالت کې د خپل شخصي ژوند په اړه له نورو سره ونه غږېږئ!

دویم: غوره پرېکړې او په زړورتيا ولاړې کړنې

کېدای شي له نورو سره د خیریه کارونو شريکول ځان ښودنه وي او باید له ځان ښودنې لرې والی غوره کړئ، دا سمه ده چې له نورو سره مرسته کول ستاسو په رازونو کې نه شمېرل کېږي خو اړينه نه ده چې ټوله نړۍ پرې خبره کړئ. له نورو سره مرسته ستاسو زړورتیا ښيي. موږ پر خپل ژوند کې هره ورځ له بېلابېلو ستونزو او کړاوونو سره مخ کېږو او په برياليتوب سره له دغو ستونزو نه خلاصون زموږ د بريا معنا لري، خو باید خپلې برياوې په مناسبه توګه ولمانځو او نه باید خپله بريا ټولو ته اعلان کړو.
د نورو ستاینه، درناوی او نورو ته پام کول، ستاسو د زړورتیا يوه بله نښه ده او نورو ته درناوی ستاسو مقام اوچتوي، نو که چېرې مو چا ته درناوی يا پام وکړ او يا مو د چا ستاینه وکړه، نو له هغه نه مه غواړئ، چې هغوی ستاسو د دغو ښيګڼو په بدل کې بېرته له تاسو سره ښه وکړي، پرېږده چې هغوی خپله ستاسو ښه‌توب درک کړي او بېرته له تاسو سره ښه وکړي، کني په خپلې خولې ورته مه وايئ چې باید ستاسو ښیګڼې درته بېرته ادا کړي.

درېیم: کورنۍ ستونزې او خپګانونه

په ټولو کورنیو کې خپګان او ستونزې شته او موږ باید دغه ستونزې او خپګانونه وزغمو. ستاسو د کورنۍ خپګان او ستاسو په کور کې شته ستونزې نه باید هر چا ته وويل شي، دا سمه ده چې کېدای د يو چا د خپګان او يا‌ د کورنۍ ستونزو په هکله خپل/ې خاوند/مېرمنې ته او يا خپل ملګري/ې ته ويل ستاسو د ستونزو د هوارېدو او ستاسو د خپګان د له منځه تللو لامل شي خو اړتيا نه شته چې خپلې ستونزې او خپګان ټولې نړۍ ته ووايي.
نورو پرديو خلکو ته د خپلې کورنۍ ستونزې او د کورنۍ د غړو ترمنځ شته خپګانونو په هکله ويل د دې لامل کېږي چې نور ستاسو په اړه بې ځایه پرېکړې وکړي او ستاسو کورنۍ ته یې درناوی کم شي. نو غوره به وي چې د خپلې کورنۍ ستونزې او په خپلې کورنۍ کې شته خپګانونه خپله حل کړئ او نورو ته اجازه ور نه کړئ چې ستاسو د کورنۍ په هکله پرېکړه وکړي.

څلورم: موخې

له خپل ځان سره د خپلو موخو ساتل د دې لامل کېږي چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ډېره هڅه وکړئ. موخې ته د رسېدو په هکله څېړنې ښيي چې نورو ته د خپلو موخو ستاینه او د نورو له خوا ستاسې موخو ته د رسېدو لپاره ستاسو تشويق د دې لامل کېږي چې ستاسو ماغزه د انډروفین هورمون تولید کړي او تاسو داسې فکر وکړئ چې خپلو موخو ته ارومرو رسېږئ ځکه چې هم تاسو پر ځان باور لرئ او هم نور پر تاسو باور لري له همدې امله موخو ته د رسېدو لپاره لږ هڅه کوئ او په پای کې خپلو موخو ته نه رسېږئ. نو هڅه وکړئ چې خپلې موخې تر هغه وخته پورې پټې وساتئ تر څو چې بريا ته نه وئ رسېدلي.

پنځم: مالي چارې او شتمني

هر څوک غواړي چې ښه شیان ولري او که چېرې موږ خپل ښه شیان له نورو سره شريک کړو، نورو ته يې ور وښيو او په اړه یې له نورو سره خبرې وکړو دا کړنې مو د دې لامل کېږي چې د هغوی حسادت راپاروو. د خپلې شتمنۍ پټ ساتل هم تاسو د نورو له سترګو پټ ساتي، هم مو ژوند په امان کې وي او هم به خلک فکر کوي چې تاسو کولای شئ چې په لږو پيسو ځان ته ښه ژوند جوړ کړئ.
د لیکنې په پای کې باید يادونه وکړو چې پورتني ټکي نه باید يوازې په خپل ژوند کې بلکې د نورو په ژوند کې هم باید عملي کړو او هڅه وکړو چې د نورو په شخصي ژوند کې مداخله ونه کړو، د نورو خلکو د رازونو د پوهېدو هڅه ونه کړو، د نورو د ژوند په هکله پرېکړې او بې ځایه قضاوت ونه کړو او له نورو سره رخه او کينه ونه کړو، تر څو هم مو خپله او هم مو د شا او خوا کسان ارام او له خوښیو ډک ژوند ولري.