دا اته نښې ښيي چې بدن کې مو زهري مواد زیات شوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه

زموږ شاوخوا هر ځای زهر شته، هغه هوا چې تنفس کوو یې، اوبه چې څښو یې او خواړه چې خورو یې. هره ورځ زموږ بدن کې زهر راټولېږي او چې لوړې کچې ته ورسېږي سخت مو ناروغه کوي. دلته یې اته نښې تاسې ته درپېژنو.

١: ګنګسي

که د ګنګستوب احساس کوﺉ او د شپې د ښه خوب وروسته، تمرکز نشﺉ کولای، نو ممکن بدن مو له زهرو ډک وي. دا زهر د بدن د اړتیا وړ وېټامینونه او بډایه مواد له منځه وړي.

٢: د بدن بد بوی

هره ورځ حمام کوﺉ، خو بیا مو هم بدن بد بوی کوي. زهر په بدن کې ګاز او بویونه جوړوي او د بدن د سوریو څخه د وتلو پر وخت، بدن بوی ورکوي.

٣: د بندونو او عضلو درد

که مو دروند ورزش یا کار نه وي ترسره کړی او عضلې او بندونه مو درد کوي، نو بدن مو زهرو نیولی. التهاب د بدن د درد سبب کېږي، خو که د التهاب دلیل وجود ونه لري، زهر لرې کول وازمايﺉ.

٤: پوستکی مو ټاپه ټاپه شوی

پوستکی تل د ککړتیا سره مخ دی. د روغتیايي محصولاتو سربېره چې تاسې یې کاروﺉ هم کولای شي مضر کیمیاوي مواد ولري. د دغه زهرو سره د مخ کېدو په صورت کې، ځوانکې، لکې/ ټاپې، پړسوب او د پوستکي خارښت سبب کېدای شي.

٥: نشﺉ ویده کېدای

زهر مو له یوې خوا ستړي کوي او له بلې خوا مو خوب ګډوډوي. په بدن کې زیات زهر د کورتیزول هورمون زیاتوي، خوب مو خرابوي.

٦: زیات وزن لري

که مو د منظم ورزش سره سره بیا هم وزن زیاتېږي، نو شاید هورمونونه مو ګډوډ شوي وي. زهر کولای شي د وزن د کنټرول پر ګټورو هورمونونو منفي اغېز وښندي.

٧: د خولې بد بوی

کله چې ځیګر د زهري موادو په دفع کولو کې ستونزه ولري، د هاضمې سيسټم هم ستونزې سره مخ کېږي او خوله مو بد بوی کوي.

٨: قبضیت

کله چې خواړه خورو لږ څه کیمیاوي مواد(ساتونکي او یا هم مصنوعي خوند ورکوونکي) ترلاسه کوو. د هاضمې سیسټم د خوړو د هضم سره، باید د دغه زهرو سره جوړ راشي. د زهرو جمع کېدل د قبضیت لامل کېږي.