حمدالله محب د سمیع فیضي بریاوي وستایلې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان د ملي امنیت شورا لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د دې شورا سلاکار ډاکټر حمد الله محب د پنجشبنې په ورځ د آزادو سیالیو له اتل افغان لوبغاړي سمیع الله فیضي سره ولیدل او د هغه بریاوي ئې ستایلي دي.
80841405 2764854963579159 2192441385674604544 n حمدالله محب د سمیع فیضي بریاوي وستایلې
په خبرپاڼه کي راغلي، چي دولت د ټولو لوبو او لوبغاړو سره یو شان همکار دئ.
په یاده خبرپاڼه کي دا هم ویل سوي، چي حمدالله محب سمیع الله فیضي ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
81241263 2764855073579148 2918489178813497344 n حمدالله محب د سمیع فیضي بریاوي وستایلې
د افغانستان د آزادي مبارزې دې تکړه لوبغاړي څو ورځي مخکي د افغان مشرانو او ټولو افغانانو څخه د لوبي ژوندۍ نه خپرولو او نه ستایني اله مله ګیله کړې وه.
هغه ویلي، چي ما څو ورځي مخکي د MMA  په یوه لویه لوبه کي خپل سخت سیال ته ماته ورکړه، خو نه افغان چارواکو او نه هم هیڅ افغان وستایلم، خو د صفري یوه کوچنۍ لوبه ګټل ولسمشرۍ ماڼۍ لا وستایه.
80959200 1441610666050144 1858122256635396096 o حمدالله محب د سمیع فیضي بریاوي وستایلې
تېره شنبه د افغانستان د آزادي مبارزې وتلي لوبغاړي حسین بخش صفري په روسیه کي روسي لوبغاړي پیتربرګ ته ماته ورکړه او د یادي لوبي ګټونکی اعلان سو.
حسین بخش صفري تر یادي لوبي ګټلو وروسته پر ټولنیزو رسنیو د ګڼو افغانانو ترڅنګ ولسمشرۍ ماڼۍ هم وستایه او دې افغان لوبغاړي ته ئې د بریا مبارکي وویله.
IMG 38662761.JPG حمدالله محب د سمیع فیضي بریاوي وستایلې
خو عبدالسمیع فیضي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه  د ګیلې په ډول لیکلي وه(( هیله کوم ږغ مي خپور کړی، تر څو بې اتفاقه مشرانو ته ورسیږي. ټول قومونه په ژوندون باندي درانه شي، پښتانه چي کله مړه شي بیا درانه شي)).
هغه د دې ترڅنګ دا هم لیکلي وه(( زما د تیري لوبي سطحه ډېره لوړه وه، تر اوسه د افغانستان دننه د MMA لوبغاړو کي هغه سي پياوړي سیال سره لوبه چا نده کړې، خو نه چا لایف خپره کړه او نه هم چا وستایلم)).
81171455 1441621619382382 1805183855544500224 o حمدالله محب د سمیع فیضي بریاوي وستایلې
ښاغلي فیضي د دې ترڅنګ لیکلي((نن ګورم، چي رئيس جمهور زموږ هزاره ورور بریا وستایل شوه او مبارکي ورکول شوه، آیا دا زما حق نه وو؟ افسوس افسوس)).
د افغانستان د آزادي مبارزې دې قوي لوبغاړي په آخر کي حسین بخش صفري ته د بریا مبارکي ورکړې وه.