حامد کرزی: طالبان دې د تاسیساتو له ورانولو او ورور وژنې تېر شي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د جګړې ښکېل لوري دې د افغانانو له وژنې لاس په سر شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې یو ځل بیا تمه ښودلې چې افغان جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی دی چې د جګړو د ختمولو لپاره جدي اقدام وکړي او له افغان حکومت یې هم غوښتي چې رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.

حامد کرزي همدا راز ویلي چې طالبان باید د عامه تاسیساتو له ویجاړولو لاس په سر شي ځکه دا د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانانو د هوساینې لپاره جوړ شوي تاسیسات دي چې ویجاړول یې له دې وطن سره ستره جفا ده.

هغه ویلي افغانان یوازې د خبرو له لارې دلته روانه جګړه او ورور وژنه ختمولی شي نو له همدې امله د تهران او دوحې له وروستیو ناستو هرکلی کوي.

پخواني ولسمشر تمه ښودلې چې تر اختر وروسته مذاکرات چټک او جګړې کمې شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي