ایران وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت راتګ د هند، پاکستان او ایران د ملي امنیت ته خطر دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې په هند کې یې د رایزیانا کنفرانس ته وینا کوله ویلي، هند ،پاکستان او ایران باید د نظریاتو توپیر یو خوا کړي او پر مشترکاتو تمرکز وکړي هغه دا چې په کابل کې اسلامي امارت پاکستان ته وجودي ګواښ او د پاکستان او ایران د ملي امنیت لپاره ګواښ دی.
ظریف دغه راز ویلي، چې ایران د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د غونډې کوربه توب ته چمتو دی.
د یادونې ده چې د هند د پوځ مشر ویلي دي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د رامنځ ته کېدونکې تشې په هکله اندېښنه لري.
د امريکا ولسمشر او ناټو اعلان کړی دی چې د سپټمبر تر ۱۱ نېټې پورې به خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.
د هند د پوځ مشر جنرال بپن راوت، ویلي اندېښنه دا ده چې ورانکاره ډلې ښایي له هغې تشې څخه استفاده وکړي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځ ته کیږي.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې د هند ستره اندېښنه دا ده چې له طالبانو سره د اوږدې مودې اړیکو لرلو له کبله پاکستان ښایي په افغانستان کې زیات نفوذ ترلاسه کړي.
د راوت په خبره هند به د سولې تر راتلو پورې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.
په ورته وخت کې بیا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کي خپل سیاسي او بشري ماموریت ته ادامه ورکړي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دویاریک ویلي، حالاتو ته په کتو به یې ماموریت په افغانستان کي ادامه پیدا کړي.
نوموړي ویلي، ښکاره خبره ده چې د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل به پر دغه هېواد خپل اغېز ولري.
له بلې خوا د جرمني د پرمختیايي چارو وزیر ګیرد میولر هم له افغانستان سره د خپل ملاتړ د دوام ژمنه کړې.
نوموړي ویلي، په راتلونکي کې هم د پرمختیايي چارو په برخه کي له افغانستان سره ګډ کار کوي.
میولر ویلي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم افغانستان بشري مرستو ته اړتیا لري. امریکا او د آلمان په گډون د ناټو متحدین غواړي د مې مياشتې په پیل کي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل وکړي.