جنسي تاوتریخوالی او پر ټولنه یې ناوړه اغېزې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

جنسي تاوتریخوالی په نړې کې هغه ستونزه ده، چې د نړې بېلا بېل هیوادونه له دې ستونزې سره مخ دي،چې د هغو هیوادونو له ډلې څخه افغانستان هم بې برخې نه دی، چې جنسي تاوتریخوالی په کې کېږي. او د جنسي تاوتریخوالي د ښکارډېره برخه میرمنې دي، چې د جنس په اساس دوی ځورول کېږي او ظلم ورسره کېږي. جنسی تاوتریخوالی بیا د نورو په پرتله په جګړه ځپلو هیوادونو کې ډېر وي، چې په همدې خاطر ملګرو ملتونو د جون نولسمه ورځ په جګړو کې له جنسي تاوتریخوالي سره د مبارزې او له منځه وړلو له پاره د عامه پوهاوي په نوم نومولې. دا چې څنګه او ولې زموږ په ټولنه کې جنسي تاوتریخوالی ترسره کېږي او ټولنه ته یې زیانونه څه دي، په دې لیکنه کې یې ولولئ.
افغانستان هغه هیواد دی، چې په دې هیواد کې لا هم جنسي تاوتریخوالی ډېر تر سترګو کېږي او هره ورځ د هیواد په بېلا بېلو برخو کې لسګونه میرمنې د جنسي تاوتریخوالي ښکآر ګرځي. لا هم زموږ ناوړه دودونه له منځه نه دي تلي، چې له امله یې د یوې نجلۍ یا میرمنې ژوند تباه کېږي. اوس هم نجونې په کم عمر کې واده کېږي، کوڼده په جبر سره یوه ماشوم یا هم یوه بوډا ته نکاح کېږي، اجباري ودونه لاهم دوام لري. نجونې لاهم د ورونو غلامانې دي. میرمنې لا هم د میړه غلامې ګڼل کېږي او میړه د هغې خاوند یا څښتن ګڼل کېږي او هر ډول ظلم د خاوند له لوري په میرمنې کېږي. موږ په خپل مبارک دین اسلام کې د لور، خور او میرمنې د حقوقو له پاره بشپړ اصول او قوانین لرو، چې دا ټول څیزونه زموږ په مبارک دین کې ناروا ګڼل کېږي. که موږ خپل دین په سم ډول مطالعه کړو او خپل ټول کړه وړه د خپل دین په اساس ترسره کړو نه به څوک مظلوم وي، نه ظالم . نه به د چا پر وړاندې جنسي تاوتریخوالی کېږي. هغه درناوی هغه غوره حقوق چې زموږ مبارک دین میرمنو ته ورکړي، نه یې نړیواله ټولنه ورکولای شي، نه ملګري ملتونه او نه هم د دنړۍ ابر قدرتونه هر هغه څه چې نن ورځ یې ملګري ملتونه په اړه ناري وهي هغه زموږ مبارک دین څورلس سوه کاله مخکې منعه کړي. زموږ دین هېڅکله د دې اجازه نه ورکوي، چې یو انسان دې بل انسان د هغه د جنس په اساس وځوروي او ظلم دې ورسره وکړي؛ نو ځکه موږ دا خبره په زغرده کولای شو، چې د جنسي تاوتریخوالي د له منځه وړلو له پاره غوره لار زموږ مبارک دین دی او موږ کولای شو، چې د خپل مبارک دین په واسطه جنسي تاوتریخوالي ته د پای ټکی کښېږدو.
جنسي تاوتریخوالی هرې ټولنې ته د جهالت د دورې میراث دی، چې په هغه دوره کې جنسي تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی وه، چې حتا نوې زیږیدلې نجونې به یې ژوندۍ ښخولې، چې د جهالت د دورې دا اغېزې پر نننۍ ټولنې هم اغېز کړی او اوس هم میرمنې د خپل جنس له امله ځورول کېږی او دوی سره بېلا بېل ظلمونه کېږي.
د بي بي سي د یوه راپور له مخې ویل کېږي، چې جګړه هم د جنسی تاوتریخوالی لوی لامل ګرځېدلې او د جګړې له امله هم د هیواد په بېلا بېلو برخو کې ډول ډول جنسي تاوتریخوالی کېږي، چې د دې تاوتریخوالي ښکار تر ډېره میرمنې دي.
جنسي تاوتریخوالی یوه ټولنه له ګډوډۍ او بربادۍ سره مخ کوي. د یوې ټولنې تر نیماي زیاته برخه میرمنې جوړوي، که دې قشرته په سپکه وکتل شي او تاوتریخوالی ورسره وشي، مانا یې دا دی، چې د یوې ټولنې تر نیمایي زیاته برخه د ژوند له ستونزو سره مخ ده او ارامه ژوند نه لري؛ نو که د یوې ټولنې تر نیماي زیاته برخه له ستونزو او تاوتریخوالي سره مخ وي، هغه ټولنه هېڅکله پرمختګ نه شي کوی. زموږ د ټولنې د وروسته پاتې کېدو یو لوی لامل همدا دی، چې تل په کې جنسي تاوتریخوالی شوی او کېږي. نو که غواړو چې یوه پرمختللې ټولنه ولرو، باید دې ته هم پام وکړو، چې جنسي تاوتریخوالی باید له منځ یوسو او هر کس باید د جنسي تاوتریخوالی له پاره د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.