جاپانیانو د کرونا ټیسټ د لیمو د انځور په واسطه کړی

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه او زیاتونه: شبانه پوپلزۍ

ځینې راپورونو ویلي، چې جاپانیانو د المپیک لوبو له ګډونوالو څخه د کرونا ناروغۍ د ټیسټ معلومولو له له پاره جالبه لار ټاکلې.

دا چې د دوی دا جالبه لاره او طریقه څه دی؟ په دې لیکنه کې یې ولولئ.

د المپیک لوبو ګډونوال باید د توکیو له هوایي ډګر څخه د وتلو له پاره څو مرحلې سپري کړي، چې یوه مرحله یې هم د کرونا ناروغۍ ټسټ دی.

د ایران او نورو هیوادونو خلاف په جاپان کې د کرونا ټسټ له پزې او ستوني څخه نه پیلېږي، بلکې د ګډونوالو له لاړو څخه اخیستل کېږي. د دې له پاره چې د ګډونوالو لاړې په اسانۍ واخلي ګډونوال یوې کوچنۍ خونې ته بیایي او هغوی ته د لاړو اخیستلو ښوونه کوي.

جالبه یې دا ده، چې جاپانیانو د هغې خونې پر دیوالونو د تروشو لیموګانو او غورو یا الوچو انځورونه لګولي او له ګډونوالو څخه غواړي، چې هغو انځورونو ته وګوري؛ تر څو د هغوی خوله اوبه وکړي او دوی په اسانۍ سره د هغوی زیاته اندازه لاړې واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د روغتیا د نړیوال سازمان د روغتیایي حالاتو تکړه مدیر په ژنو کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس ته په وینا کې ویلي، چې له لیمو او ادرک څخه د روغتیا د ښه والي له پاره کار اخیستلی شئ او روغتیا ته ګټه لري، خو دا محصولات د کرونا یا کوویډ نولس ناروغۍ په درملنه کې کومه اغېز نه لري او نه دا تر اوسه ثباته شوې، چې کومه اغېزه به یې کړي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کوویډ نولس ناروغۍ یا ویروس له خپریدو سره سم پر دې ویروس اخته کسان لیمو او ادرک د درملو په دود کاروي او وایي، چې ګټور هم تمام شوي.

په افغانستان کې خو روغتیایي پوهان هم پر دې ویروس اخته کسانو ته لارښوونه کوي، چې ادرک او لیمو وخوري، ځکه دا محصولات د دې ویرس په له منځه وړلو کې مرسته کوي.