جان کربي: افغان حکومت ته مو ثابته کړې وه، چې سرتېري وباسو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

امریکا وایي دوی پخواني حکومت ته دا ثابته کړې وه، چې ارو مرو به خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب پر څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هغه خبرې ناسمې دي چې ګواکي امریکا د سرتېرو په ایستلو کې جدي نه وه.

د کربي په خبره د دوحې هوکړه ددې پرېکړې واضح ثبوت و او زیاتوي د سرتېرو د ایستلو په اړه یې له افغان حکومت سره هم هوکړه کړې وه.

د کربي په وینا دوی په سیمه کې له ټولو اړخونو سره دا خبره سپینه کړې وه، چې نور امریکا له افغانستان وځي او افغان پوځ او حکومت ته نه وه په کار چې پر امریکایي ځواکونو تکیه وکړي.

کربي همدا راز وایي لا هم په افغانستان کې د حکومت د سقوط پر اصلي لاملونو د دوی څېړنې روانې دي او په دې برخه کې ګڼ کمیسیونونه کار کوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم جان کربي په خپله تازه مرکه کې ویلي وه چې دوی په افغانستان کې هر څه له نږدې څاري او په خبره یې ګواښونه نه شي ردولی، خو په سیمه کې امریکايي پوځ پراخ حضور لري.

د کربي په وینا دمګړی د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ ستر مسوولیت دی چې د افغانستان وضعیت کنټرول کړي او په خبره یې د دوی پراخه څارنه ادامه لري.

کربي همدا راز د افغانستان د سقوط په اړه هم خبرې کړې دي او وایي چې هېچا د پخواني ولسمشر د تګ وړاندوینه نه وه کړې، نو د هغه له تګ سره سم د افغانستان پوځ وپاشل شو او بنسټونو ته ضربه ورسېده.

کربي وایي امریکا ځکه خپل سرتېري و ایستل، چې بایډن باوري وو، دوی په افغانستان کې خپلې موخې تر لاسه کړې دي، افغانستان بنسټونه لرل، هلته پرمختګونه رامنځ ته شوي دي او اوس د نوي حکومت دنده ده، چې له دغه جوړو شوو بنسټونو او اداراتو څه ډول ساتنه کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي