ډېری خلک له داسې ستونزې سره مخ وي، چې څو ساعته بستره کې یو خوا بله خوا اوړي را اوړي خو ژر خوب نه ورځي. له بلې خوا لږ خوب کول د انسان روغتیا لپاره ډېر لوی تاوان لري، او انسان په وژونکو ناروغیو اخته کوي لکه فلج، د زړه حمله او نورې ډېرې رواني ناروغۍ.
د دا ډول نارغیو څخه د خلاصول او د ژر خوب راتلو لپاره مو په دې لیکنه کې پر څو هغو خوراکي توکو بحث کړی دی، چې په طبیعي ډول ژر خوب راوستلو کې مرسته کوي:
۱ـ د الوبالو جوس: یوې څېړنې ښودلې چې د الوبالو یو ګیلاس اوبه څښل په بدن کې د میلاټونین هورمون کچه لوړوي چې د خوب لپاره په راتلو کې ډیر مرسته کوونکی دی.
۲ـ چارمغز/ غوزان: بدن ته د ټراپټوفن د ترلاسه کولو تر ټولو ښه وسیله د چهارمغز خوړل دي، ځکه چارمغز کې امینو ایسډ شتون لري.
همدارنګه چارمغز کې ټول هغه مواد موجود دي، چې بدن ورته اړتیا لري او د خوب راوستلو کې مرستندوی ثابتیدلی شي. خو د شپې لخوا د چهارمغز خوړل تر بل هر څيز په غاښونو کې پاتې کېږوي، چې د غاښونو د خرابوالي او درد لامل کېږي، نو هرومره باید برس شي.
۳ـ سپینې وریجې: په سپينو وریجو کې ګلیسمیک انډیکس په پراخه کچه شتون لري چې له خوړلو څخه وروسته یې په خلکو خوب ورځي. د اسټرالیا په یوه څېړنه کې دا څرګنده شوه، چې څوک سپینې وریجي وخوري نو ویده کیدل یې ډیر وخت نه نیسي.
۴ـ بادام: بادام کې په پراخه توګه مګنیزیم شتون لري، چې دا منرال د خوب او هډوکو لپاره ډېر ضروري ګڼل کېږي، یوې څېړنې ښودلې چې بدن کې د میګنیزیم د کمښت له امله انسان کې د خوب ګډوډي رامنځته کوي چې دا ستونزه کولی شو په ډېرې اسانۍ سره د څو دانو په خوړلو سره حل کړو.
۵ـ شات: په شات کې شته طبیعي خوږوالی د انسولین کچه لوړوي چې د دې په واسطه ټراپټوفن دماغ ته ژر ننوځي، نو که چېرته له خوب څخه وړاندې یوه کاشوغه شات وخورئ، د ژر خوب راتلو لپاره ډیر ګټور دي. خو پام مو وي چې له شات خوړلو څخه وروسته مو غاښونه برس کړئ.