د مایکرو سافت کمپنۍ بنسټ ايښودونکي وویل: د ناروغیو سره د مبارزې لپاره، بشریت په ټکنالوژۍ کې پانګونې ته اړتیا لري.
ښاغلي ګېټس د تروریزم د نوې ګواښ په اړه وویل: وبایي ناروغۍ کولای شي په راتلونکې کې نړۍ وګواښوي، نه یوازې د طبیعي لاملونو، بلکې د بیوترورېست بریدګرو په دلیل.
ګېټس وویل: دا ډول وبا ګانې کولای شي د کوويډ ٢ – سارس کورونا وایروس څخه ګواښوونکي وي.
دا مېلیارډر باوري دی، چې د ناروغیو سره مبارزې لپاره بشر سترې او پرمختللې ټکنالوژۍ ته اړتیا لري: د واکسینونو تولید او پراختیا باید ډېره ارزانه او د تولیدوونکو فابریکو د کار کارکوونکو شمېر زیات شي.
ګېټس پر دې باور دی چې راتلونکی واکسین به د یوه پیوند په ډول مټ کې وي او حتا په عادي حالتونو او له وبا پرته حالت کې به هم ګټور تمامېدای شي.
د اکټوبر په میاشت کې، ګېټس شنه شرکتونو ته د سترې او ښې راتلونکې وړاندوینه وکړه؛ هغه په دې باور دی چې د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې د ټکنالوژۍ پانګه اچونه نن ورځ د ټکنالوژۍ په سترو شرکتونو سره د پرتلې وړ دي.