د بالیووډ د وتلې ستورې ډیپیکا پاډوکون نوي خپریدونکي فلم (پاډوماټي) په هندوستان کې لانجې جوړې کړې دي.
له سیاسي چلنجونو سربیره اوس د فلم اداکاره او ډاریکټر سنجي ل. بهانسولي د راجپټ ډلې او بي جي پي له لورې په شخصي ډول هم ګواښل شوې دي.
تازه هرینا کې د بي جي پي یو مشر سورج پال امو ویلي، چې که چا هم له ډیپیکا پادوکون او بهانسولي سر قلم کړ، ۱۰ کروړه هندۍ روپۍ ورکوي.
دوې ګواښ کړی، چې د رنویر سنګ پښې به ماتې کړي.
له دې وړاندې، د د راجپت ډلې هم د ډیپیکا پاډوکون د سرد غوڅولو په سر ۵ کروړه هندۍ روپۍ انعام ایښې دی.
ډيپیکا پاډوکون په پاډوماوتي فلم کې د رنویرسنګ او شاهد کپور سره ګډه لوبیدلې ده.
فلم د هندوستان د څوارلسمې پیړۍ تاریخ راسپړي، چې څنګه یو پښتون واکمن علاوالدین غلجی د راجپوت په یوې هندۍ ملکې (راني ما پاډوماوتي) مینیږي او د هغې د ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي.
فلم کې ملکه پاډوماتي (ډیپیکا) د شاهد کپور (راناول ټان سینګ) میرمن ده، چې سلطان علاوالدین غلجی (رنویر سنګ) پرې مینیږي او ورته د رسیدلو لپاره جګړه کوي.
خو د فلم په اړه د راجپت ډلګۍ وايي، چې فلم کې تصویر شوې کیسه له اصلي کیسې سره تفاوت لري. ددوې په بارو، د فلم ډاریکټر بهانسولي د فلم کیسه د اصلي تاریخي پیښې سره په تناقض کې راخیستې ده او د همدې له امله باید د هغه سره هم پرې شي.
معترضین وايي، چې راني ما پاډواتي یوه غیرتې میرمن وه چې خپل ځان يې له ۱۲۰۰ نورو ښځو سره یوځای قربان کړ، خو یرغلکرو ته تسلیم نشوه.
ددوې په باور، چې په فلم کې د پاډوماوتي کرکټر بکل په ناسم ډول راخیستل شوې او د هغې شخصیت يې تر پوښتنې لاندې راوړی دی.
دوې وايي، چې په فلم کې د علاو الدین غلجي (رنویرسنګ) او پاډوماوتي (ډیپیکا) ترمینځ له مینې ډکې صحنې وجود لري، کومې چې اصلا په اصلي کیسه کې نشته.
خو د فلم ډاریکټر بهانسولي وايي، چې فلم کې د اعتراض کوونکو د اندیښنې وړ هیڅ هم نشته.
د راجپوت قهریدلې ډله وايي، چې یا به فلم نه خپریږي او یا به له ډیپیکا پاډوکون او بهانسولي سر پرې کوي. او که دا یو هم نه کیږي، نو دوې دواړه به له هیواده شړل کیږي.
د بي جي پي یو مشر بیا ویلي، چې له ډيپیکا او بهانسولي هر چا سر غوڅ کړ، ۱۰ کروړه پیسې ورکوي او د کورنۍ او دده خیال هم ساتي.
ډیپیکا ته د ممکنه ګواښ له ویرې وروسته، د هغې د کور چار چاپیره د پولیسو کنټرول زیات شوی دی.
ټاکل شوې، چې پاډوماوتي د راتلونکې ډیسمبر میاشتې په ۱ لومړۍ نیټه خپور شي. خو داسې انديښنې هم شته، چې فلم ممکن په ټاکل شوې نیټه خپور نشي.
فلمونو ته د سند د ورکړې مرکزې دفتر هم د فلم په اړه بیا تجدید نظر کوي او داسې تمه نه کیږي، چې ګنې ژر دې د فلم د خپریدو اجازه ورکړي.
تر اوسه د فلم د خپریدو د ځنډ په اړه یواځې اندیښنې موجودې او لا يې هم د ځنډيدو او یا نه خپریدو په اړه پریکړه نه ده شوې.
کتونکي وايي، چې پاډوماوتي د بهانسولي هغه فلم دی، چې زیات مصرف پرې شوې او د سر وینې پرې پښو راغلي دي.
د سلمان خان په ګډون د بالیووډ ګڼو ستورو د پاډوکون او بهانسولي په ملاتړ غږ پورته کړی او د فلم په خپریدو ټینګار کړی.