بلینکن: تمه لرو چې طالبان پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

امریکا وایي تمه لري چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې دمګړی په دوحه کې دی وایي دی په دې تمه دی چې طالبان په ټولو برخو په تېره په امنه توګه د امریکایي وګړو د ایستلو پر ژمنه عمل وکړي.

بلینکن دا مهال په دوحه کې دی او ټاکل شوې چې په دې سفر کې د قطري چارواکو تر څنګ د طالبانو له لوړپوړو کسانو سره هم لیده کاته ولري.

د دې لیدنو تر ټولو مهمه برخه به له افغانستان په نورماله توګه د نړیوالو پروازونو پیلېدل او همدا راز د روان وضعیت ارزول وي.

ددې تر څنګ د امریکا ددفاع وزیر هم په دې سفر کې دی او دوی به په قطر کې له مېشتو افغان کډوالو سره ګوري.

په ورته وخت کې د بریتاتیا لومړي وزیر ددغه هیواد پارلمان ته په خپله وینا کې ویلي چې ډیره له وخت مخکې ده چې د طالبانو په اړه قضاوت وشي.

نوموړي ویلي طالبان باید پر خپلو ژمنو وفا وکړي تر څو زمینه برابره شي چې نړۍ له طالبانو سره په ګډه کار وکړي.

بلخوا تېره ورځ د اتریش د بهرنیو چارو وزیر الکساندر شالنبرګ ویلي چې دوی تر اوسه پورې د طالبانو د رسمیت پېژندلو پرېکړه نه ده کړې؛ خو ټینګار یې کړی دی چې که چېرته دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل وکړي؛ نو په رسمیت پېژندلو خبره دومره ګران کار نه دی.

هغه زیاته کړې چې که چېرته طالبان بشري حقونو، د بیان ازادۍ او د بشر نورو اساسي حقونو ته درناوی وکړي؛ نو دوی به یې هم په رسمیت وپېژني.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پرون د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل هم د طالبانو له لوري د یادو شویو شرایطو د عملي کولو په صورت کې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو خبره کړې وه او ټینګار یې کړی و چې دوی به له افغانستان سره خپلې مرستې څلور برابره ډېرې کړي او دغه راز به په کابل کې خپله استازولي هم بېرته پرانېزي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي