۲۹ کاله وړاندې یو ځوان ممبي ښار ته لاړه، چې غوښتل یې خپل خوبونه په رښتیا بدل کړي. کله به یې چې د خپلو لوړو هیلو په اړه نورو ته وویل نو ټولو به پرې خندا وکړه، خو هېڅ څوک پر دې نه پوهېدل چې شاه رخ خان د لوړو هیلو ترڅنګ د یو لوړ همت درلودونکی هم دی.
د بالیووډ کینګ له خولې:
( کله چې ممبي ښار ته راغلم نو خپل ملګري ته مې وویل، زه به یوه ورځ د دې ښار پادشاه اوسم. او هغه زما په خبرو پسې ډېر وخندل، خو یوازینی کس چې زما د هیلو لپاره یې الهام راکوه، هغه زما مور وه. د ژوند بده خاطره مې دا ده، چې زما مور به په ماشومتوب کې خلکو ته ویل، زما زوی به له دلیپ کمار نه هم لوی ستوری شي. او خلکو به زما د مور خبرو پسې خندل، خو کله چې دیوانا فلم کې ما د دلیپ کمار په لاس د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته نو مور مې مړه وه، او زما بریا یې ونه لیدله.)
شاه رخ خان ۲۹ کاله پخوا د دیوانا Deewana فلم سره بالیووډ ته راغی، چې دا فلم په ۱۹۹۲ کال د جولای په ۲۵ کې، د ریشي کپور،دیویا بهارتي،او شاه رخ خان په مرکزي نقشونو سره د سینما په پردې خپور شو.
د دیوانا فلم چې په ۴ کړوړو روپیو جوړ شوی وه، ۷ کړوړه خرڅ او د کال سوپرهیټ فلم شو. په دې فلم کې فلم کې شاه رخ خان د ډېرو پام ځانته را واړاوه، او د دې فلم له ۶ ګټلو جایزو څخه یوه جایزه د شاه رخ خان لپاره د غوره لوبغاړي په توګه ورکړل شوه.
که څه هم دیوانا فلم کې د راجا په رول کې تر شاه رخ وړاندې ارمان کهولي ټاکل شوی و، خو وروسته د دې رول لپاره شاه رخ غوره شو.
د یادونې وړ ده، چې ځیني د شاه رخ خان لومړی فلم د دل اشنا هې ا(Dil Ashna hai) فلم چې له هیما مالنیي سره ده ګڼي، خو دا فلم د ځينو ستونزو له امله د دیوانا فلم څخه وروسته ریلييز شوی.