بارسلونا په یوه سخته لوبه کي انټر مېلان ته ماته ورکړه.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: صابرحميدي
د اروپا تر ټولو ستر لیګ دوې اونۍ مخکي پيل سو، چي پرون چهارشنبه ئې د دوهمي اونۍ په لوبو کي بارسلونا او انټر مېلان د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي میدان ته سره کښته سول.
په دې لوبه کي بارسلونا ۲ ګولونه پر ۱ انټر مېلان ته ماته ورکړه.
د دې لوبي د پيل په شیبو درېیمه دقیقه کي انټر میلان بارسلونا ته ګول ورکړ او مارټینیز ګول وواهه.
877520 720 بارسلونا په یوه سخته لوبه کي انټر مېلان ته ماته ورکړه.
وروسته بارسلونا لوبه خورا تېزه کړه، خو په لومړۍ نیمايي کي ئې د ډېرو هڅو سره ـ سره بیا هم ګول ونه واهه او لومړۍ نیمايي ۱ ګول پر ۰ د انټر مېلان په ګټه پاي ته ورسېده.
دوهمه نیمايي کي بارسلونا یو ځلي بیا خپلي حملې تیزي کړې او دې حملو ئې هم نتېجه ورکړه او د لوبي په ۵۸مه دقیقه کي لیویز سواریز یوه ښایسته ګولوهنه وکړه او لوبه ئې ۱ ګول پر ۱ ګول مساوي کړه.
877525 720 بارسلونا په یوه سخته لوبه کي انټر مېلان ته ماته ورکړه.
تر هغه وروسته دواړو لوبډلو لوبه خورا تیزه کړه او څو د ګول چانسونه ئې هم لاسه ورکړه.
د لوبي په ۸۵یمه دقیقه کي یو بل د ګول چانیس لیویز سواریز ته ورسېد او هغه هم په ګولوهني بدل کړ او لوبه ئې ۲ ګولونه پر ۱ مخته کړه.
barcelona inter milan 021019k بارسلونا په یوه سخته لوبه کي انټر مېلان ته ماته ورکړه.
دا لوبه په همدې ۲ ګولونه پر ۱ د بارسلونا په ګټه پاي ته ورسېده.
د چمېنزلیګ دا ۶۵م پړاو سیالۍ دي، چي د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کي ترسره کیږي.
دا ۳۲ لوبډلي لومړی په ګروپ او بیا وروسته په نورو پړاونو کي د تګ او راتګ په ډول سره لوبیږي.
د دې لیګ لومړی مقام تېر پړاو لیورپول خپل کړی وو.