ا.ا: د م.م پرېکړه له افغان ولس سره بې انصافي ده؛ صالح یې هرکلی کړی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان ا.ا د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه غندلې ده چې په دغه سازمان کې یې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې څوکۍ دوی ته نه ده ورکړې.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې پریکړه کړې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د افغانستان نوي حکومت ته نه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د ملګرو ملتونو دا پرېکړه پر اصولو او انصاف نه ده ولاړه، ځکه په وینا یې ”له افغانانو یې مشروع حق اخیستی. ”

د ښاغلي مجاهد په پیغام کې ویل شوي، دوی هیله من دي چې له نړیوالې ټولنې سره د ”مثبت تعامل لپاره به نژدې راتلونکي کې ” د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارل شي.

د دغې پرېکړې په اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه په اصولو او انصاف بنا نه ده ځکه چې د افغان ولس څخه یې مشروع حق اخیستی دی.

په ورته وخت کې د مخکیني افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ملګرو ملتونو دا پرېکړه ستایلي ده. نوموړي په یو ټویټر پیغام کې ویلي: ”په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ څوکۍ د افغانستان اسلامي جمهوریت قانوني استازو ته پاتې کېږي، موږ د اعتبار ورکولو ځانګړې کمېټې دا پرېکړه ستایو، هرکلی یې کوو او دا افغانستان ډېرو زخمونو ټکورولو پر لور یو ګام بولو. ”

د یادونې ده چې وسلوالو طالبانو تېره اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د خپل سیاسي ‌دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی و.

خو تېره ورځ ‘چارشنبه ‘ د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کومېټې پرېکړه وکړه چې په عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره افغان طالبانو ته نه ورکول کېږي.

په دې ځانګړې کومېټه کې د امریکا، روسیې، چین،‌ سویډڼ، بهاماس، بوټان، چیلي، نمیبا او سیري لیون هېوادونو استازي شامل وو.

د اې اېف پي خبري اژانس وایي، یادې کومېټې دا نه دي ویلي چې پر دې موضوع به بیا څه وخت غور کوي او که دا یې وروستۍ پرېکړه ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي