ا.ا: د اردو په لیکو کې د تېر حکومت کسانو ته هم ځای ورکوو

رنګین تجريدي ډیزاین

د اسلامي امارت پوځي چارواکي وایي، د یوه پیاوړي پوځ د جوړولو لپاره ‌یې هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت د وسله ‌والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین دا خبرې پرون په پکتیا کې ۲۰۳ تندر قول اردو کې چې اوس د منصوري قول اردو په نوم ده، کړې دي.

هغه خبریالانو ته وویل، د اردو په لیکو کې د پخواني حکومت مسلکي کسانو ته هم ځای ورکوي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي د اسلام‌اباد د سټراټیژیکو مطالعاتو په مرکز کې وویل، افغانستان نورستر پوځ ته اړتیا نه لري او دوی به د مخکني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته به په خپلو لیکو کې ځای ور نه کړي.

د متقي دغو څرګندونو د ګڼو خلکو غبرکونونه راوپارول.

د ټولنیزو رسنیو ډېرو کار کوونکو د طالبانو د ملي اردو د جوړېدو په اړه د متقي څرګندونې غندلي او ترې یې هیله کړې چې له حساسیت پارونکو موضوعاتوهغه چې تر ډېره د پاکستان په ګټه څرخي، ډډه وکړي.

هېره دې نه وي چې د جمهوري نظام له پاشل کېدو وړاندې، افغانستان نږدې ۳۵۰ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه درلودل چې په مجهزو تجهیزاتو او وسایطو سنبال وو.

د دې سرتېرو یوه مهمه برخه یې چې ځانکړي ځواکونه وو، د بهرنیانو له‌خوا روزل شوي وو چې په سیمه کې یو بې‌ساری ځواک بلل کېده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي