ایټالیا د طالبانو پر ضد د بندیزونو مخالفت کړی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ماساجرو ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي د افغانستان په اړه د جي اووه هېوادونو په بېړنۍ ناسته کې پر طالبانو د بندیزونو د لګول کېدو مخالفت کړی دی.

جي اووه هېوادونو د سه شنبې په ورځ د افغانستان وروستی وضعیت ارزولی او تر هغه وروسته یې ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

د ماساجرو ورځپاڼې د راپور له مخې، ماریو دراګي په یاده ناسته کې د طالبانو پر ضد د بندیزونو مخالفت کړی دی او ګډون کوونکي هېوادونه یې له یاد کار څخه منع کړي دي.

په همدې حال کې ورځپاڼې ویلي چې ماریو دراګي په دې هڅه کې دی چې په نږدې راتلونکې کې د جي ۲۰ هېوادونو ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي هم رهبري کړي او نوموړی به په یاده ناسته کې هم پر طالبانو د لګول کېدونکو بندیزونو کلک مخالفت اعلان کړي.

په ورته وخت کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جیمز کلورلي ویلي چې لندن له طالبانو سره دوه اړخیز تماسونه او پیغامونه تبادله کړي دي، خو دا چې لندن به طالبان په رسمیت وپېژني او کنه دا هغه پوښتنه ده چې د طالبانو چلند یې ځواب ویلی شي.

هغه ټینګار کړی دی چې دوی به د طالبانو عمل ته په کتو په دې برخه کې اقدام کوي.

کلورلي له سکای نیوز سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بریتانیا به طالبانو سره مذاکرات وکړي کنه وویل، طالبانو د بهرنیو اتباعو او هغو کسانو چې غواړي له افغانستان څخه ووځي په خوندي توګه د وتلو ژمنه کړې ده او دغه راز یې ځینې نورې وعدې هم کړې دي؛ نو لکه څنګه چې لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي، لندن د طالبانو د خبرو نه بلکې د هغوی د عمل پر بنسټ اقدام کوي.

هغه څرګنده کړې چې که څه هم دوی پر طالبانو یو څه شک لري خو بیا هم تر یوه حده ورسره همکاري کوي څو په خوندي توګه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي