ایران کې ترافیکي پېښه کې ۱۱ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سپینه تجريدي ډیزاین

ایران کې په یوه ترافیکې پېښه کې شپږ افغانان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې د ایران یزد ښار کې یوه مسافر وړونکي موټر له لارۍ ډوله موټر سره ټکر کړی دی چې له امله یې شپږ افغان مسافر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د یزد ځايي چارواکي وايي چې په وژل شوو کې یوه ښځینه هم شامل ده او زیاتوي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

په وروستیو کې زرګونه افغانان د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله هڅه کوي ایران ته واوړي خو وخت ناوخت له دغه ډول پېښو سره مخ کېږي.

ملګري ملتونه وایي چې په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۳،۵ میلیونه افغان کډوالو په ایران کې کار او ژوند کاوه، چې لوړه سلنه یې قانوني اسناد نه لري.

د یادونې ده چې تېره ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تازه څرګندونو کې ویلي، سره له دې چې هره ورځ زرګونه کسان له افغانستان ایران ته اوړي، خو بیا هم له دغه هېوادونو زرګونه کسان هره ورځ بېرته خپل هېواد ته راځي.

سرچینه کاږي چې روان کال تر دې دمه شاوخوا یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

یاده اداره وایي چې ډېری دغه وګړي په جبر له یادو هېوادونو ایستل شوي، خو داسې هم شته چې په خپله خوښه له ایران او پاکستان راستانه شوي دي.

د کډوالو عالي کمېشنري وایي راستانه شوي کډوال بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه بنسټونو ته په کار ده چې د دوی لاسنیوی وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي